د پوهنتون رئېس محصلانو ته: خپل نیت پاک کړئ او زده کړو ته لومړیتوب ورکړئ
د کندهار پوهنتون په مسجد کي د پوهنتون رئېس، محترم الحاج شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي، د پوهنتون د ټولو پوهنځیو محصلانو ته لارښووني او اصلاحي بیان وکړ.
په دې وینا کي، ښاغلي طیبي صاحب محصلانو ته لارښووني وکړې، چي د علم د لاسته راوړلو له پاره پوره هلي ځلي وکړئ؛ همېشه خپل نیت او زړه پاک وساتئ؛ باید له بغض او حسد څخه ځان وساتئ او خپل صورت او سيرت بايد د اسلامي شریعت مطابق برابر کړئ؛ د وخت او له خپلي ځوانۍ څخه سالمه استفاده وکړئ، له ټلیفونو او انټرنېټ څخه زیات کار مه اخلئ، د غیر ضروري مصارفو څخه ځان وساتئ او ورپسې ئې محصلان وهڅول چي مطالعه وکړي، راتلونکي سیميسټر ته پر وخت راسي، د غیرحاضرۍ څخه ځانونه وساتي.
ښاغلي طیبي د استادانو د احترام ارزښت بيان کړ؛ مطالعه ئې د پرمختګ کيلي وبلله؛ هغه ټینګار وکړ، چي د ژوند د ستونزو او خنډو پر وړاندي باید مایوسه نسو او د خپل هدف له پاره په پوره حوصله او د الله جل جلاله په توکل سره هڅه وکړو.
د وینا په پای کي، محترم طیبي صاحب محصلانو ته دؤعا وکړه او هغوی ئې وهڅول، چي د خپل علم او مهارتو په لوړولو کي له ټولو ممکنه فرصتو څخه ګټه واخلي.
نېټه: ۱۴۰۳/۱۰/۲۲