د پسرلني سمیسټر کانکور

kdru_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۱۰:۵۳
image

د خصوصي پوهنتونو د پسرلني سمیسټر کانکور واخیستل سو


د تېري جمعې په ورځ ( ۳ سلواغه)، په کندهار کښي، د ميرویس نیکه، ملالۍ، سبا او بېنوا د (۱۴۰۴.ل) کال د پسرلني (بهاري) سمیسټر د شمولیت له پاره د دوولسم او څوارلسم ټولګیو له ګڼ شمېر فارغانو څخه، د کندهار پوهنتون د رهبرۍ او استادانو په څار او نظارت سره عمومي کانکور واخیستل سو.


د یادو آزموینو څخه د څار او نظارت پر مهال د کندهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مولوي نوراحمد ایوبي، د محصلانو چارو آمر رحمت الله رښتین او د بېلابېلو پوهنځیو څخه ګمارل سوو استادانو، په کندهار کي د خصوصي پوهنتونو له فعالیتو، تدریس او امکاناتو څخه خوښي وښودله او له هغوی څخه ئې مننه وکړه، چي ټولني ته د ځوانو کادرونو په روزلو کي خپلي هلي ځلي کوي؛ دوی همداراز د کانکور ګډونوالو ته د بشپړ شفافيت ډاډ ورکړ او له هغو څخه ئې مننه وکړه، چي د ورځنيو بوختياوو ترڅنګ په خپل شخصي لګښت لوړي زده کړي کوي او هم ئې هغوى ته لارښوونه وکړه، چي په انتخابو کښي د خپلي خوښي انتخابونه وکړي او هم دي د ټولني اړتيا ته په کتلو سره داسي انتخاب وکړي، چي سبا د ټولني په درد وخوړل سي.

وروسته هر ټاکلي هیئت په خپل ټاکل سوي پوهنتون: میرویس نیکه، ملالۍ، سبا او بېنوا کي د آزموینو د پوښتنو صندوقونه د اړوندو اصولو سره سم پرانیستل، د آزمویني ګډونوالو ته ئې د پوښتنو فورمونه په منظم ډول ووېشل او د آزمویني له پیل څخه وړاندي ئې د فورم د ډکولو طریقې، د وخت مدیریت، او د آزمویني د اصولو او مقرراتو په اړه لازمي او هراړخیزي لارښووني وکړې. له دې تشریحاتو وروسته د آزموینې بهیر په بشپړ شفافیت، نظم او تفاهم سره پیل سو او د ټاکلي مهالوېش مطابق مخته ولاړ.

د یادولو وړ ده، چي د دغو آزموينو پايلي به ژر تر ژره اعلان سي.

نېټه: ١٤٤٧/٨/٦