د ټولنیزو علومو د احصائیوي پکېج (SPSS) پنځه ورځنی ورکشاپ پېل سو

kdru_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۱۵:۴۸
image

 

د ټولنیزو علومو د احصائیوي پکېج (SPSS) پنځه ورځنی ورکشاپ پېل سو

د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز د غونډو په تالار کښي، د علمي څېړنو معاونیت اړوند څېړنيز مرکز استادانو ته، د ټولنیزو علومو د احصائیوي پکېج (SPSS Module 1) پنځه ورځنی ورکشاپ پېل کړ، چي پر مهال ئې د بېلابېلو پوهنځيو استادان حاضر ول.

په همدې موخه جوړ سوی ورکشاپ، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آياتو په تلاوتولو پېل سو؛ په سر کښي د څېړنيز مرکز آمر محترم پوهنمل فضل الرحمن سُهېل ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه؛ د یاد ورکشاپ اجنډا ئې له ګډونوالو سره شریکه کړه او د ټولنیزو علومو د احصائیوي پکېج (SPSS) زده کړه ئې د استادانو په ظرفیت لوړونه کښي مهمه یاده کړه.

وروسته د پوهنتون رئېس محترم الحاج شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب، د یاد ورکشاپ پر ارزښت هر اړخیزه وینا وکړه او دغه راز ئې د علمي څېړنو معاونیت له ټولو کارمندانو څخه، په ځانګړي توګه د یاد معاونیت د مسئول او د یاد ورکشاپ د لارښود، محترم پوهنیار دوکتور رحمت الله پښتون څخه ځانګړې مننه وکړه، چي د یاد ورکشاپ په دائرولو کښي ئې هڅي وکړې.

دغه راز شېخ صاحب، ټولو استادانو ته دا سپارښتنه وکړه، چي د خپل علمي ژوند پرمختګ ته لا نور پام وکړي؛ د خپل ظرفیت لوړوني له پاره هر اړخيزي هڅي وکړي او په خپلو اړوندو برخو کښي تخصص ترلاسه کړئ؛ تر څو ستاسي محصلان هم ستاسي له پرمختللي علم څخه برخمن سي.

ورپسې د علمي چارو مرستیال محترم پوهنیار مولوي سیف الله سعید صاحب هم وینا وکړه، هغه د استادانو ظرفیت لوړونه د پوهنتون، محصلانو او ټولني د پرمختګ سره اړینه وبلله او د استادانو د ظرفیت لوړوني په اړوندو برخو کښي ئې ځيني سپارښتني هم وکړې.

وروسته د یاد ورکشاپ لارښود او د علمي څېړنو مرستیال محترم پوهنیار دوکتور رحمت الله پښتون په ېو پرېزینټېشن کښي د SPSS پر پېژندنه، د څېړنیزو پوښتنپاڼو پر جوړښت، ډیزاین، د مسلکي ډاټا راټولولو پر تخنیکونو، او تحلیلي مېتودو پر بېلابېلو اړخو ګډونوالو ته هر اړخیز معلومات وړاندي کړل او د عملي کار په کولو سره ئې یادي برخي ګډونوالو ته تشریح کړې.

د یادو ولو وړ ده، چي یاد ورکشاپ به پنځه ورځي دوام وکري، او ګډونوال به د SPSS اړوند هر اړخیز معلومات پکښي ترلاسه کړي.

نېټه: ۱۴۴۷/۲/۱