د ويسا اکاډيمي زده‌کوونکو د کندهار پوهنتون د زرغونتیا په نيامت ۱۰۰ نیالګي کښېنول

kdru_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۳۱
image

د ويسا اکاډيمي زده‌کوونکو د کندهار پوهنتون د زرغونتیا په نيامت ۱۰۰ نیالګي کښېنول

د ويسا اکاډیمي د اول ټولګي څخه تر دوولسم ټولګي پوري زده‌کوونکو کندهار پوهنتون ته په خپل علمي سېر کښي، د ياد پوهنتون د زرغونتیا په نيامت، د انجنیري پوهنځي اړوند د عملي پارک په ساحه کي ۱۰۰ مېوه داره او بېلابېل نیالګي کښېنول، چي په دې اړه په جوړو سوو مراسمو کي د انجنیري پوهنځي ښاغلي رئیس، د همدې پوهنځي محترمو استادانو، د عامه پوهاوي او اړیکو ښاغلي آمر نذیراحمد قادري، د همدې اکاډیمي قدرمنو استادانو او راغلو ښاغلو زده کوونکو ګډون درلود. 

د نیالګیو د کښېنولو پر مهال، د انجنیري پوهنځي رئیس پوهندوی دوکتور انجنیر فدامحمد ساحل صاحب راغلو زده کوونکو ته وویل: تاسي په راتلونکي کښي له وړکتون څخه تر دوکتورا پوري د زده کړو یو بشپړ بهیر لری او ځیني کسان لا تر دې هم لوړي زده کړي تعقیبوي، تاسي باید د خپلو درسو هدف وپېژنى، دا درک کړى، چي ولي ریاضي، فزیک، دیني علوم او نور مضمونونه زده کوو؟ پوهنتون هغه ځای دئ، چي تاسي د خپلو زده کړو اصلي هدف ته پکښي رسېږی؛ هغه څه چي مو په ښوونځي کښي په نظري ډول زده کړي دي؛ دلته ئې په عملي بڼه زده کوی؛ کندهار پوهنتون ستاسي له پاره په بېلابېلو پوهنځیو کښي د لیسانس او ماسټرۍ په کچه د زده کړو زمینه برابره کړې ده؛ تر څو تکړه او مسلکي کادرونه وروزل سی.
دغه راز ښاغلي ساحل صاحب زیاته کړه؛ هغه نیالګي، چي تاسي نن دلته کښېنول؛ کلونه وروسته به بیرته همدې ځای ته د لوړو زده کړو له پاره راځی او د خپلو لاسو د هڅو ثمره به په خپلو سترګو ووينی؛

په وروستیو کښي راغلو زده کوونکو خوښي وښودله، چي کندهار پوهنتون ته ئې علمي سېر وکړ او د کندهار پوهنتون د مسئولانو څخه ئې ځانګړې مننه وکړه، چي د دوى ښه هرکلى ئې وکړ.

نېټه: ١٤٤٧/١٠/٢١