د ورزشي برنامو او سیالیو د لا مؤثریت او هماهنګۍ په موخه، د ورزشي کمېټې ناسته وسوه

kdru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۷ - ۹:۵۷
aas

د دوشنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو د انسجام په آمريت کښي، د سپورټ د عمومي مدیر جمیل احمد همت په مشري د ورزشي برنامو او سیالیو د لا مؤثریت او هماهنګۍ په موخه، د ورزشي کمېټې ناسته وسوه، چي پر مهال ئې د یادي کمېټې غړي حاضر ول.
د ناستي پر مهال، د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو د انسجام آمریت، د سپورټ عمومي مدیر جمیل احمد همت وویل: د محصلانو د خدماتو د انسجام آمريت، د هر سيميسټر په جريان کښي د معیاري تدریس ترڅنګ، د محصلانو د تشویق، د غیرو سالمو رقابتو د مخنیوي، د جسمي او رواني ناروغیو څخه د ژغورني، د مسئولیت د حس د پیاوړتیا او په ټولنيزو کارو کښي د ګډون په موخه بېلا بېلي ورزشي بازۍ کوي؛ نو په همدې اساس به د دې سميسټر په جريان کښي د والیبال، فوټبال، کرکېټ، ځغاستي او رسۍ کشوني بازۍ پېلي سي.
د ناستي په پای کي د پوهنځيو له استازو څخه غوښتنه وسوه، چي د لوبغاړو د اماده کولو ترڅنګ خپلو لوبغاړو ته د بازۍ د اصولو، مقرراتو او ورزشي اخلاقو په اړه هر اړخيز معلومات ورکړي.
وروسته ناسته د دؤعا په ویلو پای ته ورسېده.