د والیبال ټورنمينټ اتلولي
د «کندهار پوهنتون جام» په نوم د والیبال ټورنمينټ اتلولي د انجنیري پوهنځي ترلاسه کړه
د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمریت اړوند د ورزشي عمومي مدیریت په هڅو، د (۱۴۰۴ل.) کال د مني (خزاني) سميسټر د «کندهار پوهنتون جام» په نوم د والیبال ټورنمنټ د پای بازي وسوه، چي د نندارې په وروستيو مراسمو کي د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو، استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو ګډون درلود.
د «کندهار پوهنتون جام» په نوم ياد ټورنمينټ د قوس میاشتي پر (۱۰مه) نېټه د پوهنتون د یوولسو پوهنځیو د (۱۲) لوبډلو ترمنځ د لیګ په سیسټم پیل سوی وو، چي د پای بازي د انجنیري پوهنځي په بریا سره پای ته ورسېده. په دې بازيو کي ښووني او روزني پوهنځي دوهم مقام او د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي درېیم مقام ترلاسه کړ.
د پروګرام په وروستيو مراسمو کي د پوهنتون قدرمن رئیس صاحب بریالیو لوبډلو ته د ستایني په موخه جائزې ورکړې او د ورزشي فعالیتو د ارزښت او د محصلانو د بدني او روحي پیاوړتیا په اړه ئې هم هر اړخيزي خبري وکړې.
نېټه: ۱۴۴۷/۶/۲۵