د هيواد او ټولني په جوړښت کښي د ځوانانو (فارغه کېدونکو محصلانو) د مسئوليت په نامه علمي سيمينار ادامه لري 

kdru_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۸ - ۸:۵۷
/

د هيواد او ټولني په جوړښت کښي د ځوانانو (فارغه کېدونکو محصلانو) د مسئوليت په نامه علمي سيمينار ادامه لري، چي د (۱۴۴۴ هـ.ق) کال د ذی القعدې پر (۱۸مه) د کندهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت ياده لړۍ (د هيواد او ټولني په جوړښت کښي د ځوانانو (فارغه کېدونکو محصلانو) مسئوليت د ښووني او روزني پوهنځي محصلانو ته وړاندي کړه.

د هيواد او ټولني په جوړښت کښي د ځوانانو (فارغه کېدونکو محصلانو) د مسئوليت په نامه دا علمي سيمينار، چي د (۱۴۴۴ هـ.ق) کال د ذی القعدې پر (۱۲مه) پېل سوی دئ، دا ځل د ښووني او روزني پوهنځي د وروستي صنفو محصلانو  ته د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم او د کندهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر م. فضل احمد فضلي وړاندي کړ؛

په ياد علمي سيمينار کي د علم، نيت او اخلاص پر اهميت، اخلاقو او په اسلام کي د اخلاقو پر حيثيت، د فارغو محصلانو پر مسئوليتونو، د فريب پر منفي اړخونو، او د صداقت پر موضوعاتو بحث وسو.

د سيمينار په پاى کښي د ګډونوالو ټولو پوښتنو ته مفصل او هر اړخیز جوابونه وویل سول او سيمينار د دؤعاء په ويلو سره پاى ته ورسېد.