د نهه څلوېښتو کادري بستونو له پاره مسلکي آزموینه واخیستله سوه
د دوشنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي د سُهېل لوېدیځ زون د دولتي پوهنتونو د کادري بستونو د استخدام له پاره د سلونو نوماندانو څخه آزموینه واخیستله سوه، چي د څارني او ارزوني پر مهال د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم، د علمي چارو مرستیال پوهنیار عبدالخالق چوپان، د لوړو زده کړو وزارت څخه د راغلي هیئت، د سُهېل لوېدیځ زون د دولتي پوهنتونو ځيني مسئولان، د پوهنځي رئېسان او استادان حاضر ول.
د آزمویني له بهیر څخه د لیدني او څارني پر مهال د کندهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنیار عبدالخالق چوپان د دې پروسې د شفافیت، امانتدارۍ، نظم او ډیسپلین په اړه ټولو ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، همداراز ئې زیاته کړه، چي په پوهنتونو کښي د علمي کادرونو د ګمارني معیار د نوماندانو وړتیا او استعداد ته په کتلو سره ترسره کېږي.
د یادولو وړ ده، چي تېره ورځ، یادو کادري بستونو ته د ۲۸۷ نوماندانو څخه د نړۍوالي (انګرېزي او عربي) ژبي آزموینه واخیستله سوه، چي له یاد شمېر څخه ئې ۱۲۰ تنه بریالي سول، او مسلکي آزمویني ته ئې لاره وموندله.
سې شنبه: ۱۴۴۵/۴/۲۹
د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت