د میرویس نیکه شخصي لوړو زده کړو مؤسسې محصلانو د کندهار پوهنتون د جرمي پېښو په تمثیلي پروګرام کي ګډون وکړ

د میرویس نیکه شخصي لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سیاسي علومو او د شپږم سيميسټر اقتصاد پوهنځيو محصلانو و کندهار پوهنتون ته علمي سېر وکړ او د پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو، کتابتون او لابراتوار څخه تر لیدني وروسته ئې، د محصلانو د خدماتو او انسجام آمریت اړوند د حقوقي کلینیک، د جرمي پېښي د تحلیل او د آثارو او مدارکو د راټولولو په جوړ سوي تمثیلي پروګرام کي ګډون وکړ، چي پر مهال ئې د کندهار پوهنتون د رهبرۍ غړي، د میرویس نیکه شخصي لوړو زده کړو مؤسسې مسئولان، استادانو او محصلان حاضر ول.
ياد پروګرام چي د قرآن کریم د څو مبارکو آياتو په تلاوتولو سره پېل سو، په سر کي، د کندهار پوهنتون رئېس، محترم الحاج شېخ مولوي صاحب عبدالرحمن طیبي ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د پوهنتون علمي موقف، لاسته راوړنو او له شخصي لوړو زده کړو مؤسسو سره د همکارۍ په اړه هر اړخيزي خبري وکړې او هم ئې، کندهار پوهنتون ته، د میرویس نیکه شخصي لوړو زده کړو مؤسسې د محصلانو علمې سېر، نیک ګام ياد کړ.
شېخ صاحب محصلانو ته په خطاب کي وویل: "په اسلامي نظام کي د امارتي او شخصي پوهنتونو د محصلانو ترمنځ توپیر نسته؛ ټول د علم د لاسته راوړني او ټولني د خدمت له پاره هڅي کوي؛ تاسي هم، چي له هري ادارې سره تړلي یاست؛ خو هدف مو ېو دئ او هغه ملت، دین او هيواد ته خدمت دئ؛ له تاسي څخه تمه دا ده، چي په پوره صداقت، زحمت او اخلاص سره درس ووایاست، خپل استعدادونه وښياست او له خپلو فرصتو څخه اعظمي ګټه واخلى؛ هڅه وکړئ، چي خپل ځانونه د اسلامي شریعت له لارښوونو سره برابر کړى؛ ځکه د همدغي لاري په تعقیب کي زموږ د دؤنیا او آخرت نېکمرغي نغښتې ده."
په وروستیو کي د کندهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئېس، پوهنمل محمد صادق حریفال، د یاد تمثيلي پروګرام پر ارزښت خبري وکړې؛ هغه وویل: چي د نظري زده کړو ترڅنګ، عملي فعالیتونه د محصل استعداد ته وده ورکوي او د کندهار پوهنتون رهبري همېشه هڅه کوي، چي د خپلو محصلانو له پاره دا ډول علمي زمینه نوره هم پیاوړې کړي.
وروسته، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد ن. پوهنیار آقا جان فروتن د جرمي پېښي ېوه صحنه هم تمثیل کړه، چي محصلانو د پولیسو، څارنوالۍ، عدلي طب، شاهدانو او نورو اړوندو ادارو کردارونه اداء کړل او دا علمي سېر د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۱۶