د میرویس نیکه خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې استادانو ته د OBE-SCL لس ورځنی ورکشاپ پېل سو

د لوړو زده کړو وزارت په سپارښتنه، د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز آمر پوهندوی عطاء الله محمدي او د هلمند پوهنتون استاد پوهنمل محمد قاسم عادل، د میرویس نیکه خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په تالار کښي، د یادي مؤسسې استادانو ته، دپايلو پر بنسټ د ښووني او روزني او محصل محوره زدکړي لس ورځنی ورکشاپ پېل کړ.
ورکشاپ چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېل سو؛ په سر کي د میرویس نیکه خصوصي لوړو زدکړو مؤسسې رئېس ډاکټر نقیب الله افغان ټولو ګډون والو ته ښه راغلاست ووايه او د کندهار او هلمند پوهنتونو له رهبرۍ؛ په ځانګړي ډول د يادو پوهنتونو له ور استول سوو روزونکو: د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز له آمر پوهندوی عطاء الله محمدي او د هلمند پوهنتون له استاد پوهنمل محمد قاسم عادل څخه مننه وکړه، چي خپل قيمتي وخت ئې د میرویس نیکه خصوصي لوړو زدکړو و مؤسسې ته ورکړ؛ په رخصتيو کښي راغلل او دا ورکشاپ دائروي؛ هم ئې د ورکشاپ له ګډون والو څخه وغوښتل، چي له ورکشاپ څخه په مؤثره توګه استفاده وکړي؛
وروسته د هلمند پوهنتون استاد پوهنمل محمد قاسم عادل، ټولو محترمو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او د ياد ورکشاپ په اړه ئې لنډ معلومات وړاندي کړل؛ ورپسې د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیایي مرکز آمر پوهندوی عطاءالله محمدي خوښي وښووله، چي یاد ورکشاپ په ېوه خصوصي د لوړو زده کړو نهاد کي دائروي؛ هغه د ورکشاپ ټول اصول او قوانین ګډونوالو ته وړاندي کړل او له استادانو څخه ئې هیله وکړه، چي له یاد فرصت څخه ښه استفاده وکړي.
د یادولو وړ ده، چي یاد ورکشاپ به لس ورځي دوام وکړي؛ ګډونوال به ئې د پاى ته رسېدلو سره سم د OBE-SCL په اړه هر اړخیز معلومات ترلاسه او په تدريسي بهير کښي عملي کاندي.
نېټه: ۱۴۴۷/۱/۲۰