د (مونوګراف لیکنه) درې میاشتنی ورکشاپ پای ته ورسېد
د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز د غونډو په تالار کي، د مسلکي مونوګراف لیکني د پېل سوي درې میاشتني ورکشاپ وروستۍ برخه وړاندي سوه، چي پر مهال ئې د څلرمو ټولګیو د محصلانو تر څنګ؛ د کښتو ټولګیو محصلان هم حاضر ول.
یاد ورکشاپ د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي د پښتو ژبي او ادبياتو څانګي استاد، پوهنمل عطاء الله محمدي د مسلکي پرمختيايي مرکز د غونډو په تالار کي، د دې پوهنتون د څلورمو ټولګیو د محصلانو ترڅنګ د کښتو ټولګیو محصلانو ته په اونۍ کي دوې ورځي دائراوه، چي د درې میاشتو په جریان کي د مونوګراف اړوند ټول اړين توکي او مهارتونه: د مونوګراف پېژندنه، لنډيز، سريزه، اړتیا، هدفونه، د څېړني مېتودولوژي، اصلي موضوع، پايله، وړانديزونه، ماخذونه، لمنلیکونه او استعمال ئې، فهرست او د مونوګراف ليکني پر نورو تخنيکونو؛ که شکلي ول او که ليکني؛ وویل سول.
د ورکشاپ ګډونوالو د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي د پښتو ژبي او ادبياتو څانګي استاد پوهنمل عطاء الله محمدي څخه ځانګړې مننه وکړه او غوښتنه ئې وکړه، چي نور دي هم داسي علمي او مسلکي ورکشاپونه دائر سي.
وروسته ورکشاپ د دؤعا په ويلو سره پاى ته ورسېد.
نېټه: ۱۴۰۳/۱۰/۹