د مونوګراف سريزه څنګه وليکو

د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز په نوښت، د ياد پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي د پښتو ژبي او ادبياتو څانګي استاد پوهنمل عطاء الله محمدي، د ښووني او روزني پوهنځي سره د ګډ پلان پر اساس، د مونوګراف ليکلو د پېل سوي په ېو مياشتنى کورس کي د (مونوګراف سريزه څنګه ولیکو؟) په نامه موضوع وړاندي سوه، چي پر مهال ئې د دې پوهنتون د څلرمو ټولګیو د محصلانو ترڅنګ د کښتو ټولګیو محصلان هم حاضر ول.
ښاغلي محمدي د سریزي د لیکلو اړوند مهم ټکي په ترتیب سره تشریح کړل، چي پکښي د سریزي تعریف او اهمیت، د سريزي اړيني برخي، د موضوع اړتيا، د موضوع ستونزه، د موضوع شاليد، د موضوع د بشپړولو پر وخت د ستونزو او همکاريو او نورو اړوندو برخو په اړه معلومات پکښي راغلي ول؛ وړاندي سوي سرليکونه په ګډونوالو عملي کړل سول او د ګډونوالو پوښتنو ته هر اړخيز جوابونه وويل سول.
د ښووني او روزني پوهنځي د پښتو ژبي او ادبياتو څانګي استاد پوهنمل عطاء الله محمدي وايي؛ چي د ياد کورس موخه دا ده، چي محصلان د مونوګراف لیکلو سره په عملي ډول آشنا سي او خپل مونوګرافونه په معياري بڼه ترتيب کړي.
نېټه: ۱۴۰۴/۱/۲۵