د مور شیدو څخه د کوچني د تغذیې اونۍ په مناسبت سیمینار وړاندي سو

kdru_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۷ - ۹:۳۲
image

د سه شنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت او طب پوهنځي د فرهنګي کمېټې د پلان له مخه؛ د همدې پوهنځي د غونډو په تالار کښي؛ د مور په شیدو د کوچني د تغذیې اونۍ په مناسبت د همدې پوهنځي د استاد او د کوچنیانو د څانګي د آمر پوهنوال ډاکټر زرغون ترین د سیمینار په وړاندي کولو سره ولمانځله سوه، چي پر مهال ئې د طب پوهنځي استادانو، محصلانو او مېلمنو ګډون درلود.

سیمینار د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پېل سو، ورپسې پوهنوال ډاکټر زرغون ترین سیمینار پېل کړ؛ هغه د کوچنیانو له پاره د مور د شیدو پر ګټو، د مور د شیدو تولید، کوچني ته تر شپږو میاشتو یوازي د مور شیدو ورکولو اړوند توصیو، د مېندو له لوري پر وخت او منظم ډول د شیدو ورکړه او پر داسي نورو مهمو مسائلو خبري وکړې.

د سمینار په پای کي د ګډون والو پوښتنو ته مفصل جوابونه وویل سول او سیمینار د دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېد.

نېټه: ۱۴۰۳/۵/۱۵