د مسلکي مونوګراف لیکني څلور میاشتنی ورکشاپ دوام لري

kdru_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۵ - ۱۰:۵۳
/

د پنچ شنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز د غونډو په تالار کښي، د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي د پښتو ژبي او ادبياتو څانګي استاد پوهنمل عطاء الله محمدي، د مسلکي مونوګراف لیکني د پېل سوي څلور میاشتني ورکشاپ دوهمه برخه وړاندي کړه، چي پرمهال ئې د څلورمو ټولګیو د محصلانو ترڅنګ د کښته ټولګیو محصلانو هم ګډون درلود.

ورکشاپ چي قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو تر تلاوت کولو وروسته پېل سو؛ په سر کي استاد پوهنمل عطاء الله محمدي د مونوګراف – ورکشاپ د دوهمي برخي په جريان کښي پر اړوندو برخو باندي جوړ سوى پرېزينټېشن وړاندي کړ او د مونوګراف د شکلي جوړښت پر څو برخو: پوښتۍ، لنډيز، فهرست او نورو… ئې خبري وکړې او د محصلانو پوښتنو ته ئې جوابونه وويل. .

د یادولو وړ ده، چي په یاد څلور میاشتني ورکشاپ کي به محصلان وکولای سي، چي د مونوګراف د مسلکي ليکني او نورو  اړوندو برخو په هکله هر اړخیزه معلومات ترلاسه کړي او د مونوګراف اړوند به د محصلانو هر اړخیزه پوښتنو ته جوابونه وویل سي.

د یادوني وړ ده، چي یاد ورکشاپ هره پنجشنبه د سهار پر (٠۸:۳۰) بجو دائریږي.