د مسلکي مونوګراف لیکني د روزنیز کورس درېيمه برخه وړاندي سوه
د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز د غونډو په تالار کښي، د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي د پښتو ژبي او ادبياتو څانګي استاد پوهنمل عطاء الله محمدي، د مسلکي مونوګراف لیکني د پېل سوي درې میاشتني کورس درېیمه برخه وړاندي کړه، چي پرمهال ئې د څلورمو ټولګیو د محصلانو تر څنګ د کښته ټولګیو محصلان هم حاضر ول.
کورس چي قرآنکریم د څو مبارکو آیاتو تر تلاوتولو وروسته پېل سو؛ په سر کي پوهنمل عطاء الله محمدي د مونوګراف – کورس د درېیمي برخي اړوند جوړ سوى پرېزينټېشن وړاندي کړ او د مونوګراف د متن، د متن د شکل، د پوښتۍ د بېلابېلو برخو د اندازې او نورو... په اړه ئې خبري وکړې او د محصلانو پوښتنو ته ئې جوابونه وويل.
د یادولو وړ ده، چي په یاد درې میاشتني کورس کي به محصلان وکولای سي، چي د مونوګراف د مسلکي ليکني په هکله هر اړخیزه معلومات ترلاسه کړي او د مونوګراف اړوند به د محصلانو ټولو پوښتنو ته جوابونه وویل سي.