د مسلکي مونوګراف لیکني د روزنیز ورکشاپ درېمه برخه وړاندي سوه
د پنچ شنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز د غونډو په تالار کښي، د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي د پښتو ژبي او ادبياتو څانګي استاد پوهنمل عطاء الله محمدي، د مسلکي مونوګراف لیکني د پېل سوي څلور میاشتني ورکشاپ درېمه برخه وړاندي کړه، چي پرمهال ئې د څلورمو ټولګیو د محصلانو ترڅنګ د کښته ټولګیو محصلانو هم ګډون درلود.
ورکشاپ چي قرآنکریم د څو مبارکو آیاتو تر تلاوت کولو وروسته پېل سو؛ په سر کي پوهنمل عطاء الله محمدي د مونوګراف – ورکشاپ د درېیمي برخي په جريان کښي پر اړوندو برخو باندي جوړ سوى پرېزينټېشن وړاندي کړ او د مونوګراف د متن، د متن د شکل، د پوښتۍ د بېلابېلو برخو د اندازې او نورو... په اړه ئې خبري وکړې او د محصلانو پوښتنو ته ئې جوابونه وويل.
د یادولو وړ ده، چي په یاد څلور میاشتني ورکشاپ کي به محصلان وکولای سي، چي د مونوګراف د مسلکي ليکني او نورو اړوندو برخو په هکله هر اړخیزه معلومات ترلاسه کړي او د مونوګراف اړوند به د محصلانو هر اړخیزه پوښتنو ته جوابونه وویل سي.
د یادوني وړ ده، چي یاد ورکشاپ هره پنجشنبه د سهار پر (٠۸:۳۰) بجو دائریږي.