د مرغومي د میاشتي علمي شورا وسوه

kdru_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۹:۴۹
image


د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د پوهنتون د رئېس محترم الحاج شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي په مشري د علمي شورا نوبتي ناسته وسوه، چي پر مهال ئې د رهبرۍ ټول غړي، د پوهنځيو رئېسان او د ځینو آمریتو آمران حاضر ول.

یاده ناسته چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېله سوه؛ په سر کښي د علمي چارو مرستیال پوهنمل دوکتور ضیاءالرحمن مشک عالمزي د ناستي ګډون والو ته ښه راغلاست ووایه؛ ورپسې ئې د تېري نهايي آزمویني د نظم او شفافیت په تړاو د استادانو او د پوهنځي له رئېسانو څخه ډېره مننه وکړه، چي د اُصولو او قوانینو په رڼا کښې آزمویني واخیستلې او په ډېر اخلاص ئې د محصلانو د آزمویني په نظم او شفافیت راوستلو کښي هلي ځلي وکړې.

ورپسې په ناسته کښي د څېړنو او مجلو معاونیت، د مالي او اداري چارو معاونيت او د محصلانو چارو معاونیت مسئولانو د خپلو فعالیتو په اړه معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل او په ځینو برخو کښي ئې خپل راتلونکي پلانونه شریک کړل.

په وروستیو کښي د کندهار پوهنتون رئېس محترم الحاج شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي خوښي وښودله، چي د محصلانو نهايي آزمویني په پوره شفافیت، نظم، اُصولو او قوانینو مطابق پای ته رسېږي؛ هغه وویل: د آزمویني د پېل څخه الحمدالله تر اوسه هیڅ محصل شکایت نه دئ کړی او دا، دا مانا لري، چي الحمدالله په پوهنتون کښي پوره همږغي، ېووالی، نظم او پرمختګ رامنځته سوی او پوهنتون ورځ تر بلي د پرمختګ په حال کښي دئ. ښاغلي طیبي وروسته د علمي شورا پر ارزښت وینا وکړه او وې (وه ئې) ویل، چي په دې شورا کښي د غړو پر فعاله ګډون ډېر خوښ دئ او بايد چي ټول ځکه ګډون وکړو، چي مهمو موضوعاتو ته پکښي حل‌لاره پیدا کیږي، د موضوعاتو د حل په موخه مشورې او نظرونه شریکیږي او د همدې شورا له لاري د رئېسانو ترمنځ همږغي او ېوالي ډېریږي.

د یادولو وړ ده، چي په یاده ناسته کښي، و HEMIS ته د محصلانو د نؤمرو پر پورته کولو، راتلونکي سیمیسټر ته پر ښه چمتوالي او راتلونکو پلانو، وزارت ته د (۱۴۰۲.ل) کال د فارغینو د اسنادو د جدولو پر لېږلو او ځینو نورو مهمو متفرقه مسایلو په اړه بحث او خبري وسوې، چي د نظرو تر تبادلې وروسته ئې په اړه مهمي پرېکړې وسوې.

ناستي په پای کښي د استادانو د تقرر، علمي ترفیعاتو او انفکاک اسناد وکتل سول او همدارنګه پر ځینو متفرقه مسایلو هم بحث وسو؛ وروسته ناسته د دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

نېټه: ۱۴۰۳/۱۰/۲۷