د محصلانو د فکري روزني او د اسلامي پوهي د لوړاوي په موخه د سمینارو د وړاندي کولو لړۍ پېل سوه

kdru_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۳ - ۱۰:۳۳
/

د سې شنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د دعوت ارشاد آمریت د محصلانو د فکري روزني او د اسلامي پوهي د لوړاوي په موخه په کمپیوټر ساینس پوهنځي کښي، د رسول الله ﷺ سره د میني په نامه د دې سمینارو لومړی سمینار دائر کړل سو؛ چي پر مهال ئې د دعوت او ارشاد آمر م. فضل محمد فضلي، د شرعیاتو پوهنځي رئېس م. حزب الله کندهاری او لسونه محصلانو ګډون درلود.

سيمینار چي د تل په څېر د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوت ویلو سره پېل سو؛ په پېل کښي د کندهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر م. فضل محمد فضلي د یادو سمینارو په اړه معلومات ګډون والو ته وړاندي کړل، او وې (وه ئې) ويل، چي دا سيمينارونه د ټولو پوهنځیو محصلانو ته په ترتيب سره د اسلامي ثقافت استادان وړاندي کوي.

د سيمینار په وروستیو کي استاد مولوي عزت الله ارشاد، د رسول الله ﷺ سره د میني په نامه سمينار پېل کړ، چي په هغه کښي د بشري تمدن په جوړښت کي د اسلام د ستر پېغمبر ﷺ رول، د دباندني سیاست تګلاره او د اسلام سپېڅلي دین ته د رسول الله ﷺ د دعوت طریقه باندي علمي بحث او خبري وسوې، چي وروسته یاد سيمینار په دؤعا سره پاى ته ورسېد.