د لوړو زده کړو وزارت څخه ټاکلي هيئت د کندهار پوهنتون د رهبرۍ سره ولیدل

kdru_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۶ - ۱۵:۲۹
/

د شنبې په ورځ د لوړو زده کړو وزارت څخه ټاکلي هيئت د کندهار پوهنتون د رهبرۍ سره ولیدل، چي پر مهال ئې د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم، د علمي چارو مرستیال پوهنیار عبدالخالق چوپان، د مالي او اداري چارو مرستیال م. عبدالستار حقاني، د محصلانو چارو مرستیال م. نور احمد ایوبي او د ټاکلي هيئت غړو ګډون درلود.

په همدې موخه جوړه سوې ناسته، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوت ویلو سره پېله سوه، په سر کښي د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي هيئت مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او په خپلو خبرو کښې وویل: د کندهار پوهنتون ټول استادان، اداري او خدماتي کارمندان د هيواد خدمت او د نظام ټينګښت ته پوره ـ پوره ژمن دي، او په کمو امکاناتو ئې د دې هیواد ځوان نسل سالمه روزنه په ډېر اخلاص سره کړې.

ورپسې د لوړو زده کړو وزارت څخه د ټاکلي هيئت مشر او د لوړو زده کړو وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست رئېس حافظ انجینېر روح الله ارماني، کندهار پوهنتون ته د ټاکلي هئيت سفر موخه بیان کړه، او زیاته ئې کړه، دا چي کندهار پوهنتون د سُهېل زون په سطحه ېو معتبر پوهنتون دئ او لوړو زده کړو وزارت غواړي، چي د یاد پوهنتون د پرمختګ له پاره اړین ګامونه واخلي.

ښاغلي ارماني وویل: د ټاکلی هیئت غړي به د یاد پوهنتون پر درو معاونیتو وېشل کېږي، او د پوهنتون د ټولو برخو څخه به لیدنه کوي، او د یاد پوهنتون د مسؤلانو او محصلانو وړاندیزونه، غوښتني او ستونزي به اوري او د وزارت په کچه به د حل لاره ورته پیدا کوي.

وروسته یاده ناسته د دؤعا په ویلو پای ته ورسېده.