د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي پلاوي او د کندهار پوهنتون رهبرۍ د خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو د مسؤلینو سره مجلس تر سره کړ

kdru_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۲ - ۱۰:۴۸
د غونډی عکس

۱۴/رجب المرجب/۱۴۴۴ هـ.ق

یاده غونډه د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کي په داسي حال کي دائره سول، چي د لوړو زده کړو وزارت د کيفيت د تضمين او اعتبار ورکوني رئېس استاد شاکر الله وحيدي د کندهار پوهنتون رئېس مولوي اکرم شاه عاصم، د علمي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو  او د خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو مسؤلینو ګډون کړي و.

په پېل کي د کندهار پوهنتون علمي مرستیال پوهنیار عبدالخالق چوپان د غونډي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او تر څنګ ئې د کيفيت د تضمین د پروسې په اړه د غونډي له ګډون والو سره معلومات شریک کړل.

وروسته د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي پلاوي او د تضمین کیفیت رئېس استاد شاکر الله واحدي د تضمین کیفیت د پروسې د مراحلو، علمي څېړنو، د کیفیت د لوړاوي په موخه د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچي د استادانو روزل ، لابراتوار او د کيفيت د تضمين اړوند مسائلو باندي بحث وکړ.

د خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو مسؤلينو هم په خپل وار سره په خپلو برخو کي ستونزي او وړاندیزونه د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي پلاوي سره شريک کړه چي د کيفيت د تضمین د مسؤلينو لخوا د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړل سو.

غونډه د دعاء په کولو سره پای ته ورسېده.