د لوړو زده کړو وزارت د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست د مرکز او ولایاتو د دولتي پوهنتونو د نشراتو مسئولانو ته د ظرفیت لوړوني دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

kdru_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۱ - ۱۴:۵۸
/

د دوشنبې په ورځ د ۱۰/۲/۱۴۴۵ هــ ق نېټه د لوړو زده کړو وزارت د نشراتو ریاست د مرکز او ولایاتو پوهنتونو نشراتو مسئولانو ته د کابل پوهنتون د تمیم انصاري په تالار کي د ظرفیت لوړوني، چارو همږغۍ او فکري روزني په نامه دوه ورځنی ورکشاپ د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر، علمي معین، د ا.ا.ا مرستیال ویاند، د باختر آژانس رئېس، د نشراتو رئېس، د کابل پوهنتون استادانو، د مرکز او ولایاتو پوهنتونونو نشراتو مسؤلان په کښي حاضر ول.

یاد ورکشاپ د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پېل سو، وروسته د لوړو زده کړو وزارت د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو رئېس قاري محمد سلیمان شریفي د غونډي ګډونکونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ورکشاپ د ارزښت او اهمیت اړوند معلومات ورکړل او زیاته ئې کړه، چي د دې ورکشاپ په پای ته رسېدو سره به د نشراتو مسئولان له ډېرو تجربو څخه برخمن سي.

 

ورپسې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیر خواه په هيواد کي د مطبوعاتو د ارزښت او اهمیت په اړه معلومات وړاندي کړل او د نشراتو مسئولانو ته ئې د معلوماتو د حقیقت او اعتبار په اړه اړیني لارښووني وکړې

 

همدارنګه د کابل پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي استادانو او اړوندو مسئلانو "د وېډیوګرافۍ، د خبر معیارو او ارزښتو، په نني عصر کي د رسنیو اهمیت، د نشراتي فعالیتونو په برخه کي اړینو سپارښتنو، د تحصیلي بنسټونو د نشراتو تخنیکي ستونزو او حل لارو او فوتو ژورنالیزم" په برخو کي د ګډونکوونکو سره  هر اړخیز معلومات شریک کړل.

همدارنګه د کابل ولایت جید عالم ښاغلي شیخ الحدیث م. عبدالحمید حماسي د فکري روزني په برخه کي ګډونوالو ته د اسلام مبارک دین له اړخه لازمي او اړيني توصیې وکړې.

 

د ورکشاپ په پای کي د لوړو زده کړو وزارت وزیر شیخ م. نداء محمد ندیم د مطبوعاتو پر ارزښت اړیني خبري وکړې او د ګډونکوونکو وړاندیزونو او نظرونو له آورېدلو وروسته ئې د یادو وړاندیزو په حل لارو تأکید وکړ.

یاد دوه ورځنی ورکشاپ د دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېد.