د لوړو زده کړو سرپرست وزير د کندهار پوهنتون له مسئولانو سره وکتل
د شنبې په ورځ د افغانستان د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ م. نداء محمد ندیم کندهار ولایت ته د رسمي سفر په ترڅ کي، د کندهار پوهنتون له مسئولانو سره ناسته وکړه، چي پر مهال ئې د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم، د پوهنتون درو مرستیالانو، د پوهنځيو رئېسانو، استادانو او اداري کارمندانو حضور درلود.
لیدنه چي د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت کولو سره پېل سوه؛ په سر کي د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ نداء محمد ندیم ته ښه راغلاست ووایه او د هغه د فعالیتونو ستاینه او مننه ئې وکړه، چي د لوړو زدهکړو د پرمختګ په موخه یې اړین ګامونه اخیستي.
ورپسې د کندهار پوهنتون درو مرستیالانو د سرپرست وزير څخه ځانکړې مننه وکړه، چي کندهار پوهنتون ته ئې د ستونزو د حل په موخه سفر کړی، وروسته درو مرستیالانو، د کندهار پوهنتون له پاره د ماسټرۍ برنامو رامنځ ته کول، دننه پوهنتون کښي د مسجد، جمنازیم، سړکونو او ښارګوټي جوړل، همداراز د پوهنتون د زرغونتیا، د لیلې د تعمیر او داسي نورو برخو کښي ئې ځيني غوښتني، وړاندیزونه او ستونزي د لوړو زده کړو د سرپرست وزير سره شریکي کړې.
وروستیو کي د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ م. نداء محمد ندیم استادانو ته په خطاب کښي وویل: موږ خپل ټول امکانات تاسي ته په اختیار کښي درکړي، له تاسي څخه مو هیله داده، چي د هیواد د ځوان نسل د روزني په برخه کي ډېره هڅه او کار وکړئ.
د لوړو زده کړو سرپرست وزير د لیدني په ورستیو کي د وزارت په کچه د بشپړي همکارۍ ډاډ وړاندي کړ؛ ژمنه ئې وکړه، چي ټولي ستونزي به ئې ورحل کړي؛ دغه راز ټولو غوښتنو ته د رسېدو په موخه به ئې پوره هڅه وکړي.
وروسته لیدنه د دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېده.