د لوى استاد پوهاند علامه عبدالحي حبیبي د څلوېښتم تلین یادغونډه وسوه
د کندهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د (۲۰/ثور/۱۴۰۳ل.) نېټه، د پنج شنبې په ورځ، د لوى استاد پوهاند علامه عبدالحي حبیبي د څلوېښتم تلین یادغونډه جوړه کړه، چي بېلابېلو مېلمنو، فرهنګپالانو، استادانو او محصلانو ګډون په کښي کړی وو.
غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتو په تلاوت سره پيل سوه. وروسته د غونډي پرانیستونکې وینا د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئېس پوهنمل حبیب الله پوپل واورول، چي ټولو مېلمنو او ګډونوالو ته ئې د ښه راغلي تر څنګ د يادي غونډي پر اهميت خبري وکړې. وروسته د کندهار پوهنتون علمي مرستيال پوهنمل ضیاءالرحمن مشک عالمزي د کندهار پوهنتون د رئېس پېغام واوراوه او يادونه ئې وکړه، چي پوهنتون د دا ډول پروګرامو د جوړولو سره بشپړه همکاري کوي.
د پروګرام د اجنډا مطابق د استاد محمد معصوم هوتک او د لوى استاد پوهاند علامه عبدالحي حبيبي د زوى خوشحال حبيبي ږغيز پېغامونه واورول سول. تر هغه وروسته پوهندوی شېرشاه رشاد د لوى استاد پر ژوند او علمیت باندي خپلي عالمانه خبري وکړې؛
ورپسې په ترتيب سره پوهندوی مطیع الله روهیال د علامه حبیبي پر نثري ټوټو، پوهنمل نصیراحمد تائید د علامه حبیبي د اشعارو محتوايي اړخ ته پر کتنه، محمد هارون صمیم د علامه حبیبي د ادبي تاریخ پر لیکنه او خان محمد احسانمل د علامه حبیبي پر تذکره لیکنه باندي؛ مقالې وړاندي کړلې.
له ګډونوالو څخه ښاغلي حاجي محمد امین باوري او نوراحمد قرآنمل خبري وکړې او غونډه ښاغلي استاد حيات الله رفيقي مثبته