د لغمان پوهنتون استادانو ته د OBE-SCL لس ورځنی ورکشاپ پېل سو
د لوړو زده کړو وزارت په سپارښتنه، د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز آمر پوهنمل عطاء الله محمدي او د هلمند پوهنتون استاد پوهنمل محمد قاسم عادل، د لغمان پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز د ورکشاپو په تالار کښي، د یاد پوهنتون استادانو ته، دپايلو پر بنسټ د ښووني او روزني او محصل محوره زدکړي لس ورځنی ورکشاپ، د دوشنبې په ورځ پېل کړ.
ورکشاپ چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېل سو؛ په سر کښي د لغمان پوهنتون د علمي چارو مرستيال ښاغلي عبدالوکيل بارکزي ټولو ته ښه راغلاست ووايه او د کندهار او هلمند پوهنتونو له رهبرۍ؛ په ځانګړي ډول د يادو پوهنتونو له ور استول سوو روزونکو: د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز له آمر پوهنمل عطاء الله محمدي او د هلمند پوهنتون له استاد پوهنمل محمد قاسم عادل څخه مننه وکړه، چي خپل قيمتي وخت ئې لغمان پوهنتون ته ورکړ؛ "هغه له استادانو څخه وغوښتل، چي د ورکشاپ ټول موضوعات په پوره توجه تعقیب کړي، د خپلو تدریسي فعالیتو له پاره ګټه ځني واخلي او د تدریس په نوو (نويو) تګلارو ځانونه لا نور پوه کړي." ورپسې د لغمان پوهنتون رئېس ښاغلي مولوي محب الله هدايت ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه؛ د کندهار او هلمند پوهنتونو څخه ئې مننه وکړه او له ګډونوالو څخه ئې وغوښتل، چي په دې ورکشاپ کښي فعاله ګډون وکړي.
وروسته د هلمند پوهنتون استاد پوهنمل محمد قاسم عادل، ټولو ته ښه راغلاست ووايه او د ياد ورکشاپ په اړه ئې لنډ معلومات وړاندي کړل؛ ورپسې ئې د OBE اړوند خپله برخه پېله کړه؛ په سر کښي ئې د ورکشاپ پر ارزښت هر اړخیزه وينا وکړه؛ بيا ئې د اړوندي برخي په اړه ځانګړی پرېزینټېشن وړاندي کړ؛ په ګډونوالو ئې ويل سوي سرليکونه عملي کړل؛ د هغو نظرونه ئې واورېدل او ټولو پوښتنو ته ئې جوابونه وويل. د ورکشاپ تر تدريسي او عملي برخو وروسته د نن ورځي تدريس د دؤعا په کولو سره پاى ته ورسېد.
د یادولو وړ ده، چي یاد ورکشاپ به لس ورځي دوام وکړي او ګډونوال به ئې د پاى ته رسېدلو سره سم د OBE-SCL په اړه هر اړخیز معلومات ترلاسه او په تدريسي بهير کښي عملي کاندي.
۱۴۰۳/۱۱/۱۵