د لغمان پوهنتون استادانو ته د OBE-SCL لس ورځنی ورکشاپ په بریاليتوب سره پای ته ورسېد

د لوړو زده کړو وزارت په سپارښتنه، د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز آمر پوهنمل عطاء الله محمدي او د هلمند پوهنتون استاد پوهنمل محمد قاسم عادل، د د لغمان پوهنتون د غونډو په تالار کښي، د یاد پوهنتون استادانو ته، د پايلو پر بنسټ زده کړي او محصل محوره زدکړي لس ورځنی ورکشاپ پای ته ورساوه.
د ورکشاپ په وروستۍ ورځ، د کندهار پوهنتون استاد ښاغلي محمدي لنډه وينا وکړه، د ورکشاپ د ګټي پر اړخو ئې بحث وکړ؛ د نورو ورته ورکشاپو او سيمينارو د دائرېدلو په برخه کښې همکاري وښوده او له ټولو ګډونوالو څخه ئې د هغوى د فعاله ګډون له امله مننه وکړه؛ ورپسې د لغمان پوهنتون رئېس پوهنمل مولوي محب الله هدايت د کندهار او هلمند پوهنتونو له رهبرۍ؛ په ځانګړي ډول د يادو پوهنتونو له ور استول سوو روزونکو: د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز له آمر پوهنمل عطاء الله محمدي او د هلمند پوهنتون له استاد پوهنمل محمد قاسم عادل څخه مننه وکړه، چي د ورکشاپ چاري ئې په ښه ډول ترسره کړې او د دې ورکشاپ منځپانګه ئې له ګډونوالو سره شريکه کړه او خوښي ئې وښودله، چي د پايلو پر بنسټ زده کړي او محصل محوره زدکړي اړوند ېو مهم ورکشاپ دائر سو؛ هغه له استادانو څخه وغوښتل، چي د ورکشاپ څخه په عملي ډګر کښي کار واخلي.
په پای کښي د لغمان پوهنتون رهبرۍ د دې ورکشاپ و روزونکو ته ستاينليکونه؛ د کندهار او هلمند پوهنتونو ته له دې آسيته جوړ سوي مننليکونه، چي و دوى ته ئې خپل استادان ور لېږلي او همکاري ئې کړې او ټولو ګډونوالو ته تصدیق پاڼي ورکړې او په ژوند کښې د بریا دؤعاوي ور ته وسوې.
وروسته ورکشاپ د دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېد.
نېټه: ۱۴۰۳/۱۱/۲۶