د قندهار پوهنتون د ماسټرۍ برنامو آزموینه واخیستل سوه

kdru_admin
شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۱:۴۲
د قندهار پوهنتون د ماسټرۍ برنامو آزموینه واخیستل سوه

د قندهار پوهنتون د ماسټرۍ برنامو آزموینه واخیستل سوه

 

د آزموينو عمومي ادارې د قندهار پوهنتون (عامه روغتيا، ټرانسپورټېشن انجنيري، د اوبو سرچينو انجينري او مديريت او سوداګرۍ اداره) ماسټرۍ برنامو آزموینه د سلونو کسانو څخه واخیستله، چي د یادي آزمویني پرانیستي په مراسمو کښي د آزموینو عمومي ادارې مسئولانو، د قندهار پوهنتون مرستيالانو، ممتحن استادانو او د آزمویني ګډونوالو حضور درلود.

 

د آزموینو عمومي ادارې او قندهار پوهنتون مسئولانو د یادي آزمویني له صحنو څخه څارنه وکړه او په پوره شفافیت سره دغه آزموینه پای ته ورسېده.

 

د یادولو وړ ده، چي د یادي آزمویني پایلي به ډېر ژړ اعلان سي.

 

نېټه: ١٤٤٨/٦/١۷

د نشراتو او عامه اړیکو آمریت