د قرآن کريم ژباړه او تفسير

kdru_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۱:۱۳
image

په کندهار پوهنتون کښي د قرآن کريم ژباړه او تفسير پيل سول

د شعبان المعظم او د روژې مبارکي میاشتي د فضیلتو په مناسبت او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د شفاهي سپارښتني پر اساس د کندهار پوهنتون رئیس، محترم الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب، د قرآن کریم د ژباړي او تفسیر لړۍ پیل کړه، چي پر مهال ئې د پوهنتون ټول محترم د رهبرۍ غړي، د ټولو پوهنځیو قدرمن رئیسان صاحبان، محترم استادان، کارکوونکي او محصلان حاضر ول.

د قرآن کریم د ژباړي او تفسیر د پیل پر مهال لومړی د کندهار پوهنتون رئیس محترم الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب د قرآن کریم د تفسیر اهمیت، فضیلتونه او د مسلمان د ژوند په سمون کښي د قرآن کريم ارزښت تشریح کړ، ورپسې ئې د قرآن کریم ژباړه او تفسیر پیل کړ.

په دې علمي او روحاني لړۍ کي به، هره ورځ د قرآن کریم ژباړه او تفسیر کېږي؛ تر څو ګډونوال د اسلام د سپېڅلي کتاب پیغام ته لا ښه متوجه سي او د خپل دیني بصیرت کچه لوړه کړي.
د یادوني وړ ده، چي د قرآن کریم د ژباړي او تفسیر دغه لړۍ به انشاءالله وتعالی تر کوچني اختر پوري له شنبې څخه تر پنج شنبې پوري د ماپښين تر لمانځه وروسته، په منظم ډول دوام ولري او د یادي لړۍ تر پای ته رسېدو وروسته به د دعوت او ارشاد آمریت د قرآن کریم د تفسیر او ژباړي پاته برخه د پخوا په څېر او د مهال وېش مطابق د پوهنتون استادانو او  کارکوونکو ته وراندي کوي.

نېټه: ۱۴۴۷/۸/۲۰