د فلیالو پوهنتونو له پاره د څېړني، تألیف او ژباړي پنځه ورځنی ورکشاپ په بریالیتوب سره پای ته ورسېدی

kdru_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۲ - ۱۲:۲۵
image

 

د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز د غونډو په تالار کي، د لوړو زده کړو وزارت د څېړني، تألیف او ژباړي ریاست په سپارښتنه، د کندهار پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت اړوند څېړنیز مرکز او د علمي معاونیت اړوند مسلکي پرمختیايي مرکز، د خپلو فلیالو پوهنتونو (روزګان، هلمند، زابل، دایکنډي او نیمروز) او لوړو زده کړو مؤسسو استادانو ته، د علمي څېړني، تألیف او ژباړي پنځه ورځنی ورکشاپ په بریالیتوب سره پای ته ورساوه.

د ورکشاپ د پای په مراسمو کي، د کندهار پوهنتون رئېس، محترم الحاج شېخ صاحب مولوي عبدالرحمن طیبي، د ېووالي، ګډ کار، د محصلانو سره د ښو اکاډيمیکو تعاملاتو، او د څېړنیزي هڅي د دوام پر اهمیت خبري وکړې. هغه وویل: چي علمي څېړنه او تألیف د پوهنتونو اصلي ستني دي او استادان باید خپل علمي کارونه نه ېوازي د تدریس نه؛ بلکي د څېړني، لیکني او علمي تولید په برخه کي هم پراخ کړي. نوموړي د کندهار پوهنتون وروستۍ لاسته راوړني هم له استادانو سره شریکي کړې.

ورپسې، د علمي چارو مرستیال، دوکتور ضیاءالرحمن مشک عالم زي، د علمي څېړنو پر ارزښت، د څېړنو پر عصري تګلارو او د استادانو پر علمي مسئولیتو هر اړخیزي خبرې وکړې. هغه وویل: چي د څېړني موخه ېوازي علمي مقام ته رسېدل نه؛ بلکي د ټولني د ستونزو حل، د تحصیلي نصاب بډاینه او د محصلانو له پاره د لا غوره علمي موادو برابرول دي.

همدارنګه، د څېړنیز مرکز آمر، پوهنمل فضل الرحمن سهېل، د ټولو ګډونوالو له هڅو مننه وکړه او د علمي څېړنو د ودې او دوام له پاره ئې د لا زیاتو همکاریو ډاډ ورکړ. هغه استادان وهڅول، چي خپلي څېړني باید ېوازي د اکاديمیکو مقالو په حد کي محدودي نه کړي؛ بلکي د کتابو تألیف، عملي پروژو، او د ملي او نړۍوالو ژبو ته د علمي آثارو ژباړي ته هم پاملرنه وکړي.

د ورکشاپ په وروستي پړاو کي، ټولو ګډونوالو ته د تصدیق پاڼي او ټرېنر استادانو ته مننليکونه ورکړل سول او هغوی ژمنه وکړه، چي د خپلو علمي څېړنو، تألیف او ژباړي د ودي له پاره به لا زیاته هڅه کوي. ګډونوالو د دې ډول علمي برنامو د دوام غوښتنه وکړه.

د یادولو وړ ده، چي په دې پنځه ورځني ورکشاپ کي استادانو ته د څېړنیزو تګلارو، د علمي مقالو د لیکلو تخنیکونو، د تألیف او ژباړې اصولو، د اکاډیمیکو مأخذو کارولو، او د علمي کارونو د معتبرو سرچینو په اړه مهم معلومات ورکړل سوه.

نېټه: ۱۴۰۳/۱۲/۹ل.