د فارمیسي پوهنځي محصلانو علمي سېر وکړ

د فارمیسي پوهنځي محصلانو علمي سېر وکړ
د کندهار پوهنتون د فارمیسي پوهنځي د پنځم ټولګي محصلانو د عملي زده کړو او د خپلي پوهي د لوړاوي په موخه د کابل پوهنتون د فارمیسي پوهنځي ته علمي سېر وکړ، چي ملتيا ئې د محصلانو د خدماتو او انسجام آمر مولوي محمد معصوم زاهد کوله.
محصلانو کابل ته د خپل ٧ ورځني علمي سېر پر مهال لومړی د کابل پوهنتون د فارمیسي پوهنځي د فارمکوګنوزي ډيپارټمينټ لابراتوار څخه لیدنه کړې، چي تر لیدني وروسته د یاد ډيپارټمنټ مسئولانو د خپل لابراتوار په اړه هر اړخیز معلومات ورته ویلي او هم د استادانو تر مستقیمي څارني لاندي د درسي مضامینو اړوند عملي تجربي سوي.
ورپسې محصلانو په دغه علمي سېر کي، د کابل پوهنتون د فارمیسي پوهنځي اړوند د بېلابېلو ډیپارټمینټو د لابراتوارونو (مایکروبیولوژي، فارمیسوتیکس، بیوشیمي، تغذي او فارمیسي شمیک) او دغه pharmacy health pharmaceutical د درملو له کارخوني څخه هم لیدنه کړې او په اړه ئې معلومات ترلاسه کړي.
همداراز محصلان پر یاد علمي سفر خوښي ښيي؛ هغوی دغه علمي سېر د خپلو عملي زده کړو په برخه کي خورا اړین وباله او هم ئې د کندهار پوهنتون له رهبرۍ څخه مننه وکړه، چي د دوی له پاره ئې داسي اوږدمهاله مهم علمي سفر برابر کړ.
نېټه: ۱۴۴۷/۲/۲