د غټو کولمو سرطان ناروغۍ په اړه علمي سیمینار او څېړنه وړاندي سوه
بهر مېشتي د سرطاني ناروغیو جراح پوهندوی ډاکټر بسم الله شیوامل د طب پوهنځي د غونډو په تالار کښي د غټو کولمو د سرطان ناروغۍ چي د کولونوسکوپي په واسطه تشخیص او تداوي کیږي د همدې ناروغۍ په هکله د هغه د ترسره کړي څېړني په اړه معلومات وړاندي کړل، چي په یاد سیمینار کښي د کندهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال، د علمي څېړنو مرستیال، د طب او فارميسي پوهنځیو رئېسانو، د همدې پوهنځیو استادانو، د کندهار بېلابېلو ډاکټرانو، محصلانو او مېلمنو ګډون کړى وو.
په همدې موخه جوړه سوې غونډه چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پېله سوه؛ پېلیزه وینا د طب پوهنځي متقاعد استاد پوهاند ډاکټر عبدالواحد وثیق وکړه؛ هغه ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه؛ د مېلمه څخه ئې مننه وکړه، چي د دوی بلنه ئې ومنله او خپله مهمه څېړنه له استادانو او محصلانو سره شریکوي؛ هغه همداراز له ډاکټر شيوامل څخه د محصلانو له پاره د آنلاین درسو ترتیبولو غوښتنه وکړه؛ تر څو د محصلانو سره د هغه همکاري جاري ساتل سوې وي.
ورپسې پوهندوی ډاکټر بسم الله شیوامل سیمینار پېل کړ؛ هغه لومړی د کندهار پوهنتون له رهبري او طب پوهنځي څخه مننه وکړه، چي ده ته ئې بلنه ورکړې ده؛ تر څو خپلي تجربې له استادانو او محصلانو سره شریکي کړي، هغه په افغانستان کي د جراحي متخصصانو او په خاص ډول د سرطاني ناروغیو متخصصانو کمښت لویه ستونزه یاده کړه او په یاده برخه کي ئې د دولت سره د هر راز همکارۍ ډاډ وښود؛
وروسته نوموړي خپل پریزنټېشن پېل کړ، هغه د غټو کولمو د سرطان په هکله مفصل معلومات وړاندي کړل؛ د همدې ناروغۍ عوامل (شراب څيښل، خراب غذایي رژیم، د ګرمو خوراکو خوړل، د تنباکو استعمال او داسي نور…) یاد کړل، همداراز ئې د نړۍ په بېلابېلو هیوادو کي په یاده ناروغۍ د اخته کسانو شمېر شریک کړ او هم ئې د دې ناروغۍ علایم او د تداوۍ په هکله مفصل معلومات وړاندي کړل؛ هغه د سیمینار په جریان کي هغه آلات هم ګډونوالو ته په عملي ډول ور وښودل، چي د یادي ناروغۍ د جراحۍ په برخه کي استفاده ځني کیږي او د ګډونوالو پوښتنو ته مفصل جوابونه ورکړل.
د سیمینار په وروستیو کي د کندهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنمل دوکتور ضیاءالرحمن مشک عالم زي له پوهندوی ډاکټر بسم الله شیوامل څخه ځانګړې مننه وکړه او د طب او فارميسي پوهنځیو له مسئولانو ئې د داسي سیمینارو د ډېرېدو غوښتنه وکړه؛ هغه د کندهار پوهنتون د رهبرۍ په استازیتوب پوهندوی ډاکټر بسم الله شېوامل ته مننلیک هم ورکړ.
وروسته سیمینار د دؤعاء په ویلو سره پای ته ورسېد.
د یادوني وړ ده، چي پوهندوی ډاکټر بسم الله شیوامل د جرمني د جراحي ډاکټرانو له اتحادیې څخه د جراحي په برخه کښي د سرو زرو مډال هم ترلاسه کړی او د جراحۍ په اړه ئې ډېر درسي کتابونه هم تالیف کړي دي.