د علمي څېړني او نشراتو کمېټې اوومه نوبتي ناسته وسوه

kdru_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۲ - ۱۰:۲۸
s

د چهارشنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت د غونډو په تالار کښي، د انجینېري پوهنځي استاد پوهندوی شېرشاه رشاد په مشري، د علمي څېړنو او نشراتو کمېټې اوومه نوبتي ناسته وسوه، چي پر مهال ئې د دې کمېټې ټول غړي حاضر ول.

ناسته چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېله سوه، په سر کښي د کندهار پوهنتون استاد ښاغلي پوهندوی شیرشاه رشاد د ناستي ټولو ګډون والو ته ښه راغلاست ووایه، وروسته ئې د یادي کمېټې تېرو پرېکړو ته لنډه کتنه وکړه او په اړه ئې د سوو اجراءاتو راپورونه واورېدل.

ورپسې په ناسته کښي د علمي څېړنو او مجلو معاونيت مرستیال ښاغلي پوهندوی دوکتور کمال الدین کمال د اجنډا مطابق د سکټوري ادارو سره د ترسره سوو څېړنو د پایلو پر شریکولو، د ملي/ نړۍوال کنفرانس د موضوع پر نوي کولو، د پوهنځیو د څېړني کمېټو د ارزوني د نتایجو پر شریکولو، د استادانو د ترفیعي اسنادو پر تائيدولو او بېلابېلو موضوعاتو خبري وکړې او تر نظرو وړاندي کولو وروسته ئې په اړه اړيني پرېکړي وسوې؛ همدا ډول ګډونوالو پر ټولنيزو رسنيو د استادانو د څېړنو د لنډیزونه او د محصلانو د مقالو پر نشرولو بحث وکړ او په اړه یې لازمي پرېکړي وسوې.

وروسته غونډه د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.