د عربي ژبي د زده کړي روزنیز کورس پېل سو

kdru_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۰ - ۱۴:۳۱
/

د شنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د مرکزي لابراتوار د غونډو په تالار کښي، د کندهار پوهنتون د محصلانو د انسجام او خدماتو آمریت له لوري، د عربي ژبي د زده کړي روزنیز کورس پېل سو، چي په پرانېست غونډه کښي ئې د کندهار پوهنتون رئېس م.اکرم شاه عاصم، د شرعیاتو پوهنځي رئېس م. حزب الله کندهاری، د عربي ژبي استاد م. عزت الله مدقق، د محصلانو د خدماتو او انسجام آمر م.محمد معصوم زاهد او لسونه محصلانو ګډون درلود.

په همدې موخه په جوړه سوې پرانېست غونډه کښي، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت ویلو پېله سوه، په پېل کښي د کندهار پوهنتون رئېس م.اکرم شاه عاصم د عربي ژبي ارزښت پر ارزښت خبري وکړې او زياته ئې کړه، چي عربي ژبه اوس په نړۍ کښي ېوه له نړۍ والو رسمي ژبو څخه ده، او زموږ قرآن کریم هم په عربي ژبه لیکل سوی، او هم به جنت کښي عربي ژبه ويله کېږي.

ښاغلي عاصم په خپلو خبرو کي د عربي ژبي دا کورس ډېر ګټور او مهم یاد کړ، چي باید ټول محصلان له دې ګټور فرصت څخه ګټه واخلي او د کورس په ټولو برخو کي په سم ډول زده‌کړي وکړي.

وروسته یاده پرانېست غونډه د دؤعا په ویلو پای ته ورسېده.