د عامي روغتیا د ماسټرۍ برنامې نوو محصلانو ته د ښه راغلاست غونډه جوړه سوه

kdru_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۴:۱
image

 

 

د کندهار پوهنتون د طب پوهنځي د غونډو په تالار کي، یاد پوهنځي د عامي روغتیا د ماسټرۍ برنامې نوو محصلانو ته د ښه راغلاست غونډه جوړه کړه.

غونډه چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېل سوه، په سر کي د طب پوهنځي استاد محترم پوهنمل دوکتور قدرت الله احمدي، ټولو محصلانو ته ښه راغلاست ووایه؛ د عامي روغتیا برنامې ارزښت، اهمیت او ټولنیز ضرورت ئې تشریح کړ او زیاته ئې کړه: تاسي ډېره مهمه د روغتيايي ماسټرۍ برنامه وایاست؛ ځکه چي زموږ په اوسني وخت او ټولنه کي دې برنامې ته ډېره اړتیا ده، نن ورځ ډېري ناروغۍ زموږ د ناپوهۍ او ناسم ژوند د طرز له امله پېښيږي؛ خو تاسي کولای سی، چي د خلکو د ژوند د ژغورني او د روغتيايي ټولني په رامنځ ته کولو کي مهمه ونډه ادا کړی؛ ستاسي اصلي هدف باید د خلکو د صحت ارتقا، د ناروغیو مخنیوی او د عامه پوهاوي لوړول يي.

پوهنمل احمدي زیاته کړه، چي د اسلام مبارک دين د انسان د ژوند ارزښت ته ځانګړى پام کړى دئ؛ ځکه د یوه انسان ژغورل د ټول بشریت د ژغورلو په مانا دي؛ هغه محصلانو ته لارښوونه وکړه، چي د دې برنامې له هر درس او څېړنیز فُرصت څخه په پوره هڅو او اخلاص سره کار واخلي او د هيواد د روغتیايي نظام د پیاوړتیا له پاره ځانونه چمتو کړي.

 

ورپسې د همدې پوهنځي استاد او د یادي ماسټرۍ برنامې مؤسس، پوهاند دوکتور عبدالواحد وثیق صاحب خبري وکړې، هغه ټولو محصلانو ته مبارکي وویله او د يادي برنامې د پېل په اړه ئې وویل: دا ماسټري برنامه د استادانو په ډېرو هڅو او زحمت سره پېل سوې ده، دا ستاسي له پاره یو ښه علمي فُرصت دئ؛ باید په بشپړ اخلاص او توجه سره ئې تعقیب کړئ؛ که تاسي دا برنامه د هيواد دباندي ويلای؛ نو ډېر زیات مالي مصارف او ستونزي به درسره مل وای؛ خو الحمدلله اوس تاسي دا برنامه د خپل هيواد په داخل کي د نړۍوالو معیارو سره برابره وایاست.

پوهاند وثیق زیاته کړه، چي دا برنامه د نړۍوالو معیارو مطابق نصاب لري او د استادانو روزنیز ظرفیتونه او علمي مواد د نړۍ له معتبرو تجربو سره برابر دي.

 

د غونډي په پای کي د نوو محصلانو و پوښتنو ته، چي د يادي برنامې د محتوا، نصاب او تدریسي مېتودو په اړه ئې وکړې؛ هر اړخيز جوابونه وويل سول او غونډه د دؤعا په کولو سره پاى ته ورسېده.

 

نېټه: ۱۴۴۷/۸/۱۰