د طب پوهنځي څخه په عملي او نظري زده کړو سمبال ۸۷ ډاکټران فارغه او ټولني د خدمت په موخه وړاندي سول

kdru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۶ - ۱۵:۳۶
د طب پوهنځي څخه په عملي او نظري زده کړو سمبال ۸۷ ډاکټران فارغه او ټولني د خدمت په موخه وړاندي سول

د یکشنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون له طب پوهنځي څخه ۸۷ محصلان د شپږ کلن تحصیلي مزل وروسته فارغ سول؛ چي په همدې موخه یاد پوهنځي د فراغت شانداره مراسم ور ته جوړ کړي ول، چي پکښي د کندهار پوهنتون مسئولانو، استادانو، علماؤ او د فارغو محصلانو د کورنیو غړو برخه اخیستې وه.

غونډه چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوتولو سره پېله سوه؛ په سر کښي، د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم‌شاه عاصم ټولو فارغانو ته مبارکي وویله او وروسته ئې په خپلو خبرو کي وویل؛ د اشغال پر مهال مو بدبختانه ټول علمي آدرسونه د غربي نړۍ تر تاثیر لاندي وه؛ خو اوس الحمدالله ټول آدرسونه خپلواک او آزاد دي او د اسلام او شرعي نظام د اُصولو مطابق پکښي ځوانان زدکړي کوي.

ښاغلي عاصم د خپلو خبرو په وروستیو کي د طب پوهنځي د ټولو استادانو هڅي وستایلې او زیاته ئې کړه، چي د روغتیا په برخه کي په دونه لوړه کچه ډاکټران فارغېدل او بیا ټولني ته وړاندي کول دا د ټول افغانستان له پاره د ویاړ خبره ده، چي په خبره ئې، په ښوونه او روزنه سمبال ځوانان د یوې ټولني د ملا تیر دي؛ نو تاسي ټول فارغ ډاکټران هم ددې ټولني د ملا تیر یاست.

د کندهار پوهنتون د طب پوهنځي رئېس ډاکټر نجیب‌الله رحیمي بیا د طب پوهنځي پر تاریخي اړخ، فعالیتو او راتلونکو پلانو خبري وکړې، چي په خبره ئې؛ د کندهار پوهنتون د طب پوهنځي په تېرو ۲۶ پړاونو کي ۱۴۸۷ نارینه او ښځینه ډاکټران په مسلکي ډول روزلي او بیا ئې ټولني ته وړاندي کړي او په خپلو خبرو کي ئې وویل؛ اوس د طب پوهنځي په بېلابېلو برخو کي فعالي څانګي لري او عملاً محصلان پکښي روزل کیږي، چي په خبره ئې دا پوهنځي د پنځه کلن سټراټیژیک پلان له مخه به دوی د دوکتورا پروګرام هم پېل کړي.

د فارغو سوو ډاکټرانو د والدینو په استازیتوب ډاکټر اماني خبري وکړې؛ هغه لومړی خوښي وښووله، چي د کندهار پوهنتون له طب پوهنځي څخه د ده د زوی په شمول ۸۷ ډاکټران فارغیږي او عملاً په ټولنه کي خدمت پېلوي. ښاغلي اماني د کندهار پوهنتون له مسئولانو، د طب پوهنځي له مسئولانو او د طب پوهنځي له اُستادانو مننه وکړه، چي فارغو سوو ډاکټرانو ته ئې پوره شپږ کلونه په ښه او مسلکي ډول روزنه ورکړې.

وروستیو کښي د فارغو سوو ډاکټرانو په استازیتوب هم دوو ډاکټرانو خبري وکړې او ژمنه ئې وکړه، چي د اولس له پاره به په پوره اخلاص او امانتدارۍ سره د روغتیا په برخه کي خدمت کوي او له هغه وروسته ټولو فارغو سوو ډاکټرانو ته مسئولانو د فراغت سندونه ورکړل.

یک شنبه: ۱۴۴۵/۷/۳

د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۸ - ۱۰:۴۲
Background image

د شخصي لوړو زده کړو مؤسساتو د پسرلني سمیسټر کانکور آزموینه واخیستله سوه

په کندهار کښي، د ملالۍ، میرویس نیکه، سبا، بېنوا او لمر د لوړو زده کړو شخصي مؤسسو د (۱۴۰۳.ل) کال د پسرلني سمیسټر د شمولیت له پاره د دوولسم او څوارلسم ټولګیو ګڼ شمېر فارغانو څخه، د کندهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۸ - ۱۰:۳۶
Background image

د سرطان نړۍواله ورځ ولمانځله سوه

د کندهار پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت او د طب پوهنځي د فرهنګي کمېټې د پلان له مخه؛ د طب پوهنځي د علمي کنفرانسو په تالار کښي، د همدې پوهنځي استاد پوهنوال ډاکټر نعمت الله اسحاق د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۸ - ۱۱:۴۵
Background image

د کمپیوټر زده کړي، له کورس څخه ۱۳۰ محصلان فارغه او د خاصو مراسمو په ترڅ کښي فراغت لیکونه ورکول سول


د شنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي، د کمپیوټر مدیرت او آفیس زده کړي له پروکرامو څخه ۱۳۰ محصلان له دوه میاشتني زده کړو وروسته فارغه سول، چي په همدې موخه د محصلانو. . .

BACK TO NEWS