د طب پوهنځي له پاره نوی رئیس

kdru_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۰:۴۴
image

د طب پوهنځي له پاره نوی رئیس وټاکل سو 

د لوړو زده کړو وزارت د لزوم ديد پر اساس د کندهار پوهنتون اړوند د طب پوهنځي له پاره محترم پوهندوی ډاکټر محمد صدیق صحرایي صاحب نوی رئیس وټاکل سو، چي د پېژندني په یادو مراسمو کښي ئې د رهبرۍ قدرمن غړي، د مستشفی عمر تدریسي روغتون محترم رئیس، د طب پوهنځي استادان صاحبان او اداري کارکوونکي حاضر ول.

د پېژندني یاد مراسم، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پيل سول؛ په سر کښي د کندهار پوهنتون رئيس الحاج شيخ صاحب مولوي عبدالرحمن طيبي صاحب وویل: کندهار پوهنتون د اتفاق او یووالي کور دئ؛ الله تعالی موږ او تاسي ته د علم د خپرولو تر ټولو غوره مقام راکړی دئ، چي هغه په پوهنتون کي تدریس او علمي خدمت دئ، افغانانو له اوږدو ستړیاوو، قربانیو او شهادتو وروسته اوس علم او زده کړو ته مخه کړې ده او دا زموږ ګډ مسئولیت دئ، چي له دې فُرصته سمه استفاده وکړو، طب پوهنځي او طبي مسلک له انسانانو او د هغوی له صحت سره مستقیم تړاو لري، تاسي د همدې سپېڅلي مسلک غړي او لارښوونکي یاست، الله تعالی دي ستاسي خدمتونه قبول کړي؛ زما غوښتنه دا ده، چي د دې ملت زامن په ښه ډول وروزئ؛ تر څو سبا اولس ته ګټور تمام سي؛ ځکه که خدای مه‌کړه، په روزنه کي کوم غفلت وسي؛ نو زیان به ئې ټولي ټولني ته ورسېږي. د لوړو زده کړو وزارت د اړتیا او مصلحت له مخي پرېکړه سوې ده، چي محترم پوهندوی ډاکټر محمد صدیق صحرایي صاحب د طب پوهنځي د نوي رئیس په توګه وټاکل سي، د یاد پوهنځي د مخکني رئیس، محترم پوهنوال ډاکټر غلام محی‌الدین مدثر صاحب خدمتونه د قدر او ستایني وړ دي، او له هغه څخه مننه کوو، چي د خپلي دندې پر مهال ئې صادقانه خدمت کړی دئ؛ له ټولو درنو استادانو غوښتنه کوم، چي له نوي رئیس صاحب سره په چارو کښي پوره همږغي يي او همکاري ورسره وکړي او د پوهنځي د پرمختګ له پاره ګډ کار وکړي؛ همدارنګه، د مستشفی عمر تدریسي روغتون په لا پرمختګ کي جدي هڅه وکړئ او د محصلانو عملي زده کړو او کلېنیکي روزني ته ځانګړی پام وکړئ؛ ترڅو د طب پوهنځي علمي او عملي معیارونه لا پیاوړي سي.

وروسته د طب پوهنځي مخکنی رئیس محترم پوهنوال ډاکټر غلام محي الدین مدثر صاحب خبري وویل: زه له ټولو درنو استادانو او اداري کارکوونکو څخه د زړه له تله مننه کوم، چي د خپلي دندې په موده کي مو صادقانه همکاري راسره وکړه، الحمدلله، ما هم تر خپل وسه هڅه وکړه، چي خپله سپارل سوې دنده په اخلاص سره ترسره کړم؛ له محترمي رهبرۍ څخه هیله لرم، چي دې پوهنځي ته لا زیات پام وکړي، د علمي، اداري او زېربنایي اړتیاوو د پوره کولو له پاره لازم ملاتړ دوامداره وساتي؛ تر څو دا پوهنځی لا زیات پرمختګ وکړي او د هيواد له پاره لا وړ او مسلکي کادرونه وروزي.

ورپسې نوي رئيس محترم پوهندوی ډاکټر محمد صدیق صحرایي صاحب وویل: له ټولو درنو مشرانو څخه مننه کوم چي زه ئې د دې دروند مسئولیت وړ وګڼلم او باور ئې راباندې وکړ؛ دا باور زما له پاره ویاړ او په عین حال کي ستر مسئولیت دئ؛ د مستشفی عمر تدریسي روغتون له محترم رئیس صاحب څخه غوښتنه لرم، چي د محصلانو د عملي زده کړو په برخه کي لا ډېره همکاري وکړي؛ تر څو زموږ محصلان له نظري زده کړو سره سم عملي مهارتونه هم په معیاري ډول ترلاسه کړي، موږ به په ګډه هڅه کوو، چي د خپل پوهنځي لېرليد او رسالت ته ورسېږو، علمي معیارونه لوړ کړو او د ټولني له پاره مسلکي، متعهد او وړ کادرونه وروزو.

دغه راز د مستشفی عمر تدریسي روغتون رئیس محترم ډاکټر احمد شاه عمر وويل: مستشفی عمر تدریسي روغتون د محصلانو له پاره د عملي زده کړو په برخه کي په بشپړ ډول چمتو دئ، یاد روغتون د طب پوهنځي سره پوره همکاري کوي او د محصلانو د علمي او عملي روزني له پاره ټول اړین امکانات کاروي؛ 

په وروستیو کي د علمي څېړنو مرستیال محترم دوکتور رحمت‌ الله پښتون صاحب وویل: د پوهنتون د رهبرۍ په هڅو به په راتلونکي کي د طب پوهنځي لابراتوارونه په هر اړخیز او معیاري ډول تجهیز او جوړ سي، په دې برخه کي د اړتیا سنجونه سوې ده او د همدې ارزوني پر بنسټ د طب پوهنځي له پاره د اوو (۷) لابراتوارونو جوړول په پلان کي نیول سوي دي، چي یاد لابراتوارونه به په (۱۴۰۵ل.) کال کې جوړ او فعال سي

د معرفت د مراسيمو په پای کښي ښاغلی صحرايي صاحب د مسئولیت پر چوکۍ کښېنول سو او په ټولو چارو کښي د برياليتوب دؤعاوي ور ته وسوې.

نېټه: ١٤٤٧/٩/١٢