د طبي علومو د فارغ التحصيل محصلانو څخه د کندهار پوهنتون د طب پوهنځي د عامي روغتيا د ماسټرۍ د برنامې ازموينه واخيستل سوه

د ۱۴۰۱ تحصيلي کال د طبي علومو د فارغ التحصيل محصلانو څخه د کندهار پوهنتون د طب پوهنځي د عامي روغتيا د ماسټرۍ د برنامې ازموينه د ۱۴۰۲ هـ. ش کال د ثور پر ۲۲ مه د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کي واخيستل سوه.
د عامي روغتيا د ماسټرۍ برنامې د ازمويني غونډه د قران کريم په مبارکو آياتونو پېل سوه.
په پېل کي د ازموينو ملي اداري د راغلي هيئت مشر پوهنوال عبدالشکور داور اوسنۍ با امنه فضاء د ځوانانو د تعليم لپاره ښه فرصت وبلی، او د امتحان د پروسې د شفافيت په اړه ئې محصلانو ته ډاډ ورکړ.
د کندهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال م. نوراحمد ايوبي راغلي هيئت ته ښه راغلاست ووايه، او محصلانو ته ئې د امتحان د شفافيت په اړه ډاډ ورکړ.
هېره دي نه وي چي د ۱۴۰۲ تحصيلي کال د کندهار پوهنتون د طب پوهنځي د عامي روغتيا د ماسټرۍ د برنامې لپاره د فورمو وېش اوس هم جريان لري.
شنبه: ۲۱ /۱۴۴۴/۱۰
د کندهار پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت