د شيوخو کرامو د درسو په لړۍ کي د بېلابېلو پوهنځیو محصلانو ته اصلاحي بیانونه وسول 

kdru_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۵:۳
image

د شيوخو کرامو د درسو په لړۍ کي د بېلابېلو پوهنځیو محصلانو ته اصلاحي بیانونه وسول 

د کندهار پوهنتون په عمومي مسجد کي، دعوت او ارشاد آمریت د خپلو فعاليتو په ادامه؛ د شيوخو کرامو د درسو په لړۍ کي، د سهار او ماپښین دورې د بېلابېلو پوهنځیو محصلانو ته، د دارالعلوم اسلامیه کندهار مدرسې استاد، شیخ القرآن والحدیث مفتي مولوي نجیب الله منیب صاحب او د کندهار د امربالمعروف او نهي عن المنکر ریاست د شکاياتو اورېدلو مسئول محترم شيخ الحدیث والتفسیر مولوي عبدالوارث حنفي صاحب (په اسلام کي د ږیري او لنګوټې اهمیت، د ږیري پرېښودلو ګټي، د ږیري د خرېیلو زیانونه او حکم ئې) موضوع تشريح او بیان کړه، چي پر مهال ئې د سهار په دوره کي د انجنیري پوهنځي او د ماپښین په دوره کي د ښووني او روزني، کمپیوټر ساینس، عامه ادارې او پالیسي او د حقوق او سیاسي علومو پوهنځیو سلونه (سلګونه) محصلان او محترم استادان حاضر ول.

په بیانو کي قدرمنو شیوخو کرامو د ټاکل سوي موضوع، چي «په اسلام کي د ږیري او لنګوټې اهمیت، د ږیري پرېښودلو ګټي او د ږیري د خرېیلو زیانونه» وه، په اړه د قرآن کریم او احادیثو په رؤڼا کي موضوعات وړاندي کړل او د ږیري پرېښودلو دیني، اخلاقي او ټولنیزې ګټي ئې په هر اړخيز ډول بیان کړې؛ همدارنګه ئې د ږیري د خرېیلو د زیانو په اړه هم خبري وکړې او د ږیري خرېيل ئې د سنتو خلاف عمل او لويه ګناه وبلله.

د بيانونو په وروستيو کښي د ګډونوالو و پوښتنو ته جوابونه وويل سول او بيانونه د دؤعا په کولو سره پاى ته ورسېدل.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۰/۲۰
د عامه پوهاوي او اړيکو آمریت