د شرعیاتو پوهنځي له پاره نوی مرستیال وټاکل سو

kdru_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۶ - ۱۵:۲۴
/

د پنچشنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي له پاره پوهنیار عزیزالرحمن عزیز نوی مرستیال وټاکل سو، چي د معرفت په مراسمو کښې، شرعیاتو پوهنځي رئېس م. حزب الله کندهاری، د منابع بشري آمر م. ګل احمد هاشمي، استادانو او اداري کارمندانو ګډون درلود.

د پېژندني یاد مراسم، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو سره پېل سول؛ په پېل کي د شرعیاتو پوهنځي رئېس م. حزب الله کندهاري، پوهنیار عزیزالرحمن عزیز ته د دندې مبارکي وویله او په خپلو خبرو کي ئې وويل، چي ښاغلى عزیز په ياده برخه کښي په کار پوه او د زیاتي تجربې خاوند دئ.

م. حزب الله کندهاري د خبرو پر مهال د تېر مرستیال پوهندوی رحمت الله عظمي کارونه وستايل او ځانګړې مننه ئې ځني وکړه، چي په پوره اخلاص او صداقت سره د شرعیاتو پوهنځي له پاره نه ستړي کېدونکى خدمتونه وکړل.

په وروستیو کي ټولو کارمندانو ښاغلي پوهنيار عزیزالرحمن عزیز ته په چارو کي د بریالیتوب دؤعا وکړه.