د شرعیاتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځيو محصلانو ته به په عدلي او قضایي ارګانو کښي د عملي کارو خاصه زمینه مساعدیږي
یاده څرګندونه د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم د شرعیاتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځيو له لوري د کورنیو قضیو د تمثیلي عملي زده کړو د روزنیز پروګرام په افتتاحیه غونډه کښي وکړې، چي د یاد روزنیز پروګرام لومړۍ افتتاح غونډه د یکشنبې په ورځ د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د تمثیلي محکمې د غونډو په تالار کښي دائره سوې وه.
په همدې موخه جوړه سوې غونډه، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوت ویلو سره پېل سوه، په سر کښي د حقوقي کلینیک عمومي مدیر، د یاد رورنیز پروګرام په اړه معلومات وړاندي کړل، چي په خبره ئې دا پروګرام به د روان سميسټر تر پایه دوام ولري، چي پکښي به د کورنیو قضیو عملي زده کړه، په تمثیلي ډول ښوول کېږي.
ورپسې د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم محصلانو ته په اشاره وویل: په ټولنه کښي ستاسي مسلک ډېر مسُولیت لري، تاسي سبا د ېو وکيل او قاضي په توګه ټولني ته وړاندي کېږی، سر له اوسه د خپل مسلک د پرمختګ له پاره هڅه پېل کړی، د کندهار پوهنتون رهبري ستاسي د عملي زده کړو د ترلاسه کولو په موخه هڅه کوي، چي د کندهار د ګڼو عدلي او قضایي ارګانونو سره تفاهم لیکونه لاسلیک کړي.
د غونډي په ورستیو کښي د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئېس پوهنیار محمد صادق حریفال، محصلانو ته ډاډ ورکړ، چي د حقوقي کلینیک د لا ښه معیاري او مجهز کولو له پاره خاصي طرحي لري، چي د کندهار پوهنتون د رهبرۍ سره به په ګډه یادي طرحي تطبیق کوي، او د شرعیاتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځيو محصلان به نور ټولني ته په مسلکي او عملي زده کړو سمبال فارغه کېږي.
وروسته یاده غونډه د دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېد.