د شرعياتو پوهنځي مشرتابه دوو استادانو ته د دکتورا او ماسټرۍ برنامې د خلاصولو او درو نويو مقرر سوو استادانو ته تشويقي غونډه دائره کړه

د ۱۴۰۱ل.کال د حوت د مياشتي پر (۹مه) نېټه، د شرعياتو پوهنځي مشرتابه دوو استادانو ته د دکتورا او ماسټرۍ ترلاسه کولو او درو نويو مقرر سوو استادانو ته تشويقي غونډه دائره کړه.
په دې غونډه کي د کندهار پوهنتون مشرتابه، د شرعياتو پوهنځي رئېس پوهنمل نوراحمد مزمل ، د دکتورا او ماسټرۍ څخه فارغو استادانو، نوو مقرر سوو، د پوهنځي برحاله استادانو او د پوهنځي اداري کارمندانو ګډون کړی وو.
د غونډي په پېل کي د شرعياتو پوهنځي رئېس پوهنمل نوراحمد مزمل د همدې پوهنځي د دکتورا او ماسټرۍ ترلاسه کړو فارغو استادانو او درو نوو مقرر سوو استادانو ته ښه راغلاست او مبارکي وويله.
د کندهار پوهنتون علمي مرستيال پوهنيار عبدالخالق چوپان شرعياتو پوهنځي مشرتابه او د ماسټرۍ برنامې فارغو استادانو او نوو مقرر سوو استادانو ته مبارکي وويله، او پر ټولو استادانو ئې ږغ وکړ، چي راسئ د پوهنتون د پرمختګ، آبادۍ، د کيفيت د ښه والي او بهتر والي له پاره کار وکو، هر ډول ستونزي او مشکلات په ګډه له منځه يوسو.
د غونډي په پای کي د شرعياتو پوهنځي مشرتابه د دکتورا څخه راغلي استاد پوهنيار ضياءالرحمن مشک عالمزي، د ماسټرۍ برنامې راغلي استاد پوهنيار رازمحمد شېرزاد او نوو مقرر سوو استادانو ته د تشويق په موخه تحفې ورکړلې او غونډه د دؤعاء په ويلو سره پای ته ورسېده.