د سیرت نبوي ﷺ د سیالۍ پایلي د ېوې شانداري غونډي په ترڅ کي اعلان سوې

kdru_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۲ - ۱۲:۲۹
image

 

د‌ کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کي، د ښووني او روزني پوهنځي د فرهنګي کمېټې په نوښت، د یادي پوهنځي د دولسو بېلابېلو څانګو محصلانو ترمنځ، د سیرت نبوي ﷺ رقابتي سیالۍ ترسره او پایلي ئې د ېوې شانداري غونډي په ترڅ کي اعلان سوې، چي پکښي د کندهار پوهنتون رئېس، د پوهنځیو رئېسانو، استادانو او محصلانو ګډون کړی ؤ.

د پایلو د اعلان پر مهال، د ښووني او روزني پوهنځي رئېس، پوهنمل ولي محمد عزيزي، د یادي سیالۍ د پروسې په اړه مفصل معلومات وړاندي کړل او ترڅنګ ئې د محصلانو هڅي وستایلې او هغوی ته ئې د لا زیاتو علمي رقابتونو د دوام سپارښتنه وکړه.

ورپسې، د کندهار پوهنتون رئېس، الحاج شېخ صاحب مولوي عبدالرحمن طیبي، د سیرت نبوي ﷺ د سیرت د زده کړي پر ارزښت، د اسلامي تعلیماتو پر عملي کولو او د اسلامي د روحیې پر پیاوړتیا هر اړخیزي خبري وکړې؛ هغه محصلانو ته سپارښتنه وکړه، چي د دې ډول رقابتونو له لاري نه ېوازي خپل دیني معلومات زیات کړئ؛ بلکي د خوږ پیغمبر ﷺ، سیرت عملي کول هم خپل عادت وګرځوئ.

وروسته، د دعوت او ارشاد آمر، مولوي فضل احمد فضلي، د داسي سیالیو پر اهمیت، د دیني زده کړو د فضیلت او د اسلامي تعلیماتو د پراخوالي پر اړتیا هر اړخیزي خبري وکړې؛ هغه د سیالۍ د تنظیمونکو او ګډونوالو ستاینه وکړه او د راتلونکو ورته سیالیو د دوام غوښتنه ئې وکړه.

د یادولو وړ ده، چي د سیرت‌النبي ﷺ په دې رقابتي سیالۍ کي لومړی مقام محمد سرور د ریاضي څانګي دوهم ټولګي محصل، محمودالله د بیولوژي څانګي د اول ټولګي محصل او دریم مقام قدرت الله د اسلامي علومو څانګي محصل ترلاسه کړل همدارنګه د لومړي مقام څخه تر شلم مقام پوري ممتازه محصلانو ته بېلابېلي جايزې ورکول سوې او په ژوند کي د بریالیتوب دؤعاوي ورته وسوې.

نېټه: ۱۴۰۳/۱۲/۹ل.