د سي وي لیکني او د کاري مرکې مهارتونه په نوم سیمینار وړاندي سو

kdru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۱:۱۰
image

د سي وي لیکني او د کاري مرکې مهارتونه په نوم سیمینار وړاندي سو

د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمریت اړوند، د ظرفيت لوړاوي عمومي مدیریت، د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي د استاد نوماند پوهنیار ګل احمد محتاج صاحب په همکارۍ د بېلابېلو پوهنځیو د اتم سیمیسټر محصلانو ته د سي وي لیکني او د کاري مرکې د مهارتو په نوم سیمینار وړاندي کړ.

د سیمینار پر مهال محصلانو ته د سي وي پېژندنه، د سي وي موخه، د سي وي مهمي برخي، اهداف، مهارتونه، ډیزاین او فارمټینګ او ځيني نوري مهمي برخي ور وپيژندل سوې او دغه راز محصلانو ته د د کاري مرکې مهارتونه: د ادارې په اړه څېړنه او ستاسي ونډه، د کاري مرکې ډولونه، د کاري مرکې مرحلې، ځینو نورو برخو په اړه هم تفصیلي معلومات ورکول سول او سیمینار د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۲۵