د سيميسټر نهايي آزمویني پېل سوې
د کندهار پوهنتون د آزمویني د انسجام او تفاهم کمېټې د پرېکړي سره سم، د ۱۶ اونیو تدریسي او زده کړه ئیز بهیر د خلاصېدو سره، د کندهار پوهنتون د ټولو پوهنځيو د سهار او ماپښين ټولګيو نهایي آزمویني پېل سوې، چي په لومړي ورځ ئې د څارني او ارزوني پر مهال د کندهار پوهنتون رئېس محترم الحاج شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي او د رهبرۍ غړي حاضر ول.
د سمیسټر نهایي آزمویني دا لړۍ به، د لوړو زده کړو وزارت د طرحي او د آزموینو د لایحې مطابق د (۱۴۰۳ل.) کال د مرغومي د میاشتي تر (۲۹ مي) نېټې پوري دوام ولري.
د آزموینو بهیر به د کندهار پوهنتون رهبري، د لا شفافیت په موخه وخت پر وخت څاري.
نېټه: ۱۴۰۳/۱۰/۹