د سولر څراغانو د نصبولو پروژه پېل سوه

د کندهار پوهنتون د پرمختيايي کارونو په لړۍ کي نن د ۱۴۰۲ل.کال د حمل د مياشتي پر (۵ مه) نېټه د سولر څراغانو د نصبولو پروژه پېل سوه.
د کندهار پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال م. عبدالستار حقا- ني ياده پروژه د کندهار پوهنتون د ښکلا او شپې پوهنځيو د محصلانو له پاره ډېره مهمه وبلله، هغه وويل، چي د دې پروژې په مرسته به د کندهار پوهنتون پر جاده، عمومي سړک او پيادرونو باندي د سولر څراغانو پايې نصب سي، چي د شپي پوهنځيو د محصلانو له پاره به د سهولت سبب سي؛ پوهنتون به په روښانه سي او د هغو محصلانو له پاره، چي تر درسو وروسته، د ماځیګر له خوا تر ناوخته په پوهنتون کښي مطالعه کوي؛ بېلابېل ځایونه روښانه یي.