د سمیسټرو نهائي آزمویني به د ۱۴۰۲ ه ش کال د اسد میاشتي پر( ۹ مه) نېټه د دوشنبې په ورځ پېل سي.

د (۱۴۰۲ هـ ش) کال د اسد میاشتي پر ( ۳ مه) د علمي شورا د غونډو په تالار کي، د کندهار پوهنتون آزمویني کمېټې نوبتي غونډه د محصلانو چارو مرستیال مولوي نوراحمد ایوبي په مشرۍ جوړه سوه.
غونډه چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو سره پېله سوه، په پېل کي د محصلانو چارو مرستیال مولوي نور احمد ایوبي د آزمویني د انسجام او تفاهم کمېټې غړو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته ئې کړه، چي په ټولو پوهنځیو کي سميسټرونه د پلان له مخه پای ته رسېدونکي دي؛ نو د آزمویني د انسجام او تفاهم کمېټې د پرېکړي سره سم به د همدې سمیسټر نهائي آزمویني د روان(۱۴۰۲ هـ ش) کال د اسد د میاشتي پر (۹ مه) نېټه پېل سي، چي د همدې رواني میاشتي پر (۳۱ مه) نېټه به پای ته ورسيږي.
ورپسې د محصلانو چارو آمر رحمت الله رښتین د آزمویني پر نظم، آزمویني ته د محصلانو پر وخت راتګ، د حاضریو څخه د محرومو محصلانو د رایستلو لېسټ پر چمتو کولو او ځینو نورو مهمو متفرقه مسایلو هراړخیزه بحث او خبري وکړې؛ ګډون والو ئې په اړه خپل نظرونه شریک کړل او په پای کښي ئې لازمي پرېکړي وکړې.
د غونډي په ورستیو کي پر ځینو متفرقه مسایلو هم خبري وسوې او په اړه ئې لازمي پرېکړي وسوې.
غونډه د دؤعاء په کولو سره پای ته ورسېده.