د (روښانه راتلونکى) علمي – ديني او معلوماتي سيمينارو لړۍ دوام لري

kdru_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۳ - ۱۰:۳۲
/

د کندهار پوهنتون مسلکي پرمختيايي مرکز پېل کړې د (روښانه راتلونکى) په نامه د علمي، ديني او معلوماتي سيمينارو لړۍ دوام لري.

ياده لړۍ د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز، محصلانو چارو د انسجام آمريت او کندهار پوهنتون د فرهنګي کمېټې په نوښت؛ د ښووني او روزني پوهنځي د پښتو ژبي او ادبياتو څانګي د استاد پوهنمل عطاء الله محمدي په همکاري وړاندي کيږي، چي د (١۴۴۵ل.) کال د ربیع الاول د مياشتي پر (۱۹مه) د چهارشنبې په ورځ ئې د سهار درېيم (پرله پسې اووه پنځوسم) معلوماتي سيمينار وړاندي سو.

ښاغلي محمدي (د رشتیني دین تلاش) په نامه سيمينار وړاندي کړ؛ هغه د زېد بن عمرو په نوم یوه صحابي کیسه وویله، چي د حقیقي دین په لټه کي وو او بلآخره هغه خپل هدف ته رسیږي.

د سيمينار په پاى کښي د محصلانو و بېلابېلو پوښتنو ته، چي د يادي موضوع اړوندي وې؛ جوابونه وويل سول او سيمينار د دؤعا په ويلو سره پاى ته ورسېد.

د يادوني وړ ده، چي دا لړۍ هره اونۍ د چهارشنبې په ورځ پر (١٠:٣٠) بجې او پنجشنبې په ورځ د ماپښين پر (٠٢:٣٠) بجې بېلابېلو محصلانو ته وړاندي کيږي.