د (روښانه راتلونکى) علمي – ديني او معلوماتي سيمينارو لړۍ دوام لري

kdru_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۴ - ۹:۷
/

د کندهار پوهنتون مسلکي پرمختيايي مرکز پېل کړې د (روښانه راتلونکى) په نامه د علمي، ديني او معلوماتي سيمينارو لړۍ دوام لري.

ياده لړۍ د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز، محصلانو چارو د انسجام آمريت او فرهنګي کمېټې په نوښت؛ د ښووني او روزني پوهنځي د پښتو ژبي او ادبياتو څانګي د استاد پوهنمل عطاء الله محمدي په همکاري وړاندي کيږي؛ چي د (١۴۴۵ل.) کال د محرم د مياشتي په (۷مه) ورځ ئې د سهار نهم (پرله پسې اووه ویشتم) علمي – ديني سيمينار وړاندي سو.

ښاغلي محمدي په دې سيمينار کښي (د سلطان محمود دیانت) پر موضوع باندي بحث وکړ.

هغه د آمر پر مسئولیت، د هغه سره پر همکارۍ؛ د شیخ ابوالحسن خرقاني رحمه الله سره د غزنوي سلطان محمود پر ملاقات، مباحَثې، د هغه څخه د دؤعا غوښتلو او هدایاتو په اړه معلومات وړاندي کړل.

د سيمينار په پاى کښي د محصلانو و بېلابېلو پوښتنو ته، چي د يادي موضوع اړوندي وې؛ جوابونه وويل سول او سيمينار د دؤعا په ويلو سره پاى ته ورسېد.

د يادوني وړ ده، چي دا لړۍ هره اونۍ د شنبې په ورځ پر (٠٣:٣٠) بجې او سه شنبې په ورځ پر (١١:٣٠) بجو باندي بېلابېلو محصلانو ته وړاندي کيږي.