د روزګان پوهنتون محصلانو د کندهار پوهنتون څخه لیدنه وکړه

kdru_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۴۴
image

د روزګان پوهنتون محصلانو د کندهار پوهنتون څخه لیدنه وکړه

 

د روزګان پوهنتون د کمپیوټر ساینس، شرعیات، کرهڼي او ښووني او روزني پوهنځیو ٦٠ محصلانو کندهار ولایت ته علمي سېر وکړ، چي پر مهال ئې د کندهار پوهنتون د بېلابېلو برخو څخه د لیدني ترڅنګ، د کندهار د بېلابېلو خصوصي پوهنتونو او د یاد ولایت له بېلابېلو تاریخي او تفریحي ځایو څخه لیدنه وکړه.

 

د روزګان پوهنتون محصلانو، کندهار پوهنتون ته د خپل علمي سېر پر مهال لومړی، د یاد پوهنتون د مالي او اداري چارو له مرستیال محترم انجنير اکرام الله صهيب سره وليدل، ښاغلي صهيب ټولو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د خپلو خبرو پر مهال ئې زیاته کړه، چي علمي مرکزونه باید د ګډ هدف له پاره کار وکړي او تل ئې باید ترمنځ همږغي موجوده يي.

 

راغلو محصلانو وروسته د کندهار پوهنتون له مرکزي لابراتوار، د انجنيري پوهنځي له لابراتوار، علامه حبيبي کتابتون، لیلیې، مسجد، بېلابېلو پوهنځیو، آمریتو او ځینو نورو برخو څخه لیدنه وکړه او د یادو مرکزو مسئولانو هراړخیز معلومات ورکړل او هم ئې په مرکزي لابراتوار کي علمي تجریبې ورته وکړې او دغه راز ئې له خپله اړخه د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ.

 

د روزګان پوهنتون محصلانو د کندهار پوهنتون د رهبرۍ له مېلمه پالني او همکارۍ کولو څخه ځانګړې مننه وکړه او زياته ئې کړه؛ الحمدلله، په کندهار پوهنتون کي یوازي فزیکي پرمختګ نه؛ بلکي معنوي او روحاني پرمختګ هم سوی دئ، چي دا د دې اسلامي نظام ګټه ده.

 

نېټه: ۱۴۴۷/۵/۲۷