د رسنيو عملياتي مرکز د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي محصلانو ته د اډاب فوټوشاپ پروګرام ورکشاپ پېل کړ
د (۱۴۴۴۵ هــ ق) کال د ربیع الاول پر (۸ مه) نېټه د کندهار پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي، د دوهم ټولګي (۱۵) محصلانو ته د هغوى د عملي کارونو د ښې زده کړي په موخه، د رسنيو عملياتي مرکز د مطبعې عمومي مدير جواد جویا د اډاب فوټوشاپ پروګرام پرله پسې ( ۳۱م) ورکشاپ پېل کړ.
دا ورکشاپ به پنځلس ورځي دوام وکړي، چي په واسطه به ئې د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي محصلانو ته د ياد پروګرام پېژندنه، د استعمال طريقه، د عکس ایډیټ، بروشور ډيزاینول او ځینو نورو ډیزاینو په برخه کښي عملي زده کړي ورکول سي، تر څو په مسلکي ډول عکسونه او ډيزاینونه جوړ کړي، تر څو په خپله مسلکي ساحه کښي استفاده ځني وکړي.
د یادوني وړ ده چي تر یاد ورکشاپ وړاندي هم د رسنیو علمیاتي مرکز د محصلانو د عملي زده کړي په موخه بېلابېل روزنیز ورکشاپونه دائر کړي دي.