د دولتي پوهنتونو او خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو د استادانو له پاره ديني ـ علمي سيمينار

kdru_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۲ - ۱۴:۱۳
/

د کندهار پوهنتون د غونډو په تالار کي د دولتي پوهنتونو او خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو د استادانو له پاره د ديني ـ علمي سيمينار دوهمه ورځ

قران کريم په مبارکو اياتونو پېل سوه.

په دې سيمنار کي د لوړو زده کړو وزارت علمي معين دکتور لطف الله خيرخواه، د کندهار پوهنتون رئېس مولوي اکرم شاه عاصم، د کندهار پوهنتون مرستيالانو، د کندهار جيدو علماء کرامو، د کندهارپوهنتون او خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو استادانو ګډون درلود.

د سېمينار د پېل وينا د لوړو زده کړو  حقوقي مشاور شيخ مولوي عبدالله سيحان  وکړه او د اسلامي او عصري علومو پر اهميت او د الله جل جلاله پر نعمتونو  يې بحث وکړ.

د سېمينار د علمي برخي په پېل کي مفتي جان محمد راشد په اسلامي شريعت کي د ښځي د حقوقو، حجاب او واجباتو په اړه وينا ترسره کړه.

د ابراهيم نخعي جامعې د تخصصاتو استاد شيخ مولوي محمودالله د بريالي استاد د صفاتو او وظيفوي امانت دارۍ په اړه خبري وکړې.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معين دکتور لطف الله خيرخواه د اسلامي نظام د اقامې او بقاء د اړتيا په اړه هر اړخيزي خبري وکړې.

د ابراهيم نخعي جامعې د تخصصاتو استاد مفتي سعادت الله د امام ابوحنيفه رحمه الله ژوند د مثالي امام او استاد په توګه موضوع باندي بحث وکړ.

د سېمينار په ورستيو شېبو کي د کندهار پوهنتون رئېس مولوي اکرم شاه عاصم له ټولو مننه ترسره کړه، او  سېمينار د دؤعاء په کولو سره پای ته ورسېدی.